د پکتیا پولیسو په تېره یوه میاشت کې ۸۶ کړۍ ماینونه کشف او شنډ کړي دي

comments 0

3 Views

هندوکش ـ پکیتا: د پکتیا امنیه قومندانۍ د رسنیو دفتر نن (شنبه، تله، ۵) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې ماینونو په شنډولو سره یې د لسګونو هېوادوالو ژوند ژغورلی دی.
د دوی په وینا، دا ماینونه په عمومي واټونو او لارو کې د وسلوالو طالبانو لخوا ځای پر ځای شوي وو.
د پکتیا امنیه قومنداني وایي، دې ماینونو امنیتي ځواکونو ته کوم زیان نه دی اړولی.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په وروستیو کې په لویو لارو کې د ماینونو ځای پر ځای کول زیات کړي چې مرګ ژوبله یې ولسي خلکو ته اوړي.
کورنیو چارو وزارت وړمه ورځ په یوه خبر پاڼه کې ویلي، چې په تېرو شپږو میاشتو کې د طالبانو په بریدونو کې ۳۵۰۰ ملکي وګړي وژل شوي.
عمران احمدزی

Share this page to Telegram

Comments