د پکتیا میندو ته ځولۍ غوړیږي

comments 0

524 Views

هندوکش – پکتیا: د پکتیا یو شمیر ځوانانو د سولې لپاره کلي په کلي یو لوی حرکت پیل کړی چې د سولې پیغام هر کلي او هر کور ته ورسوي.
یوه ډله ځوانان له مرکز ګردیز څخه د کلیو پر لور ځي او له وسله والو ډلو د جګړې د اوربند غوښتنه کوي.
د ځوانانو یو پیغام په کلیو کې له میندو دا دی چې خپل اولادونه له جګړو راوګرځوي.
دا ځوانان باور لري چې د وسله والو میندو ته د سولې په پيغام سره به میندې د خپلو اولادونو له اوږو ټوپک کوز کړي.
له دې سره په کلیو کې دا حرکت د خلکو له هرکلي سره مخ دی او ممکن د ځوانانو شمېره هم ورسره زیاته شي.
عمران احمدزې

Share this page to Telegram

Comments