د پکتیا اوسیدونکو د سولې ولسي حرکت پیل کړ

comments 0

13 Views

هندوکش – پکتیا: د پکتیا اوسیدونکو د کور په کور او جومات په جومات تر نوم لاندې د سولې حرکت پیل کړې او د پکتیاوالو په وینا دوې له دې حرکت نه مطلب د جنګ ښکیلو خواوو نه غوښتنه ده ترڅو افغان وژنه بس کړي.
دوی ياد پروګرام د ګردېز اړوند د تېرې سيمې له يوه کلي او جومات څخه پيل کړ او د يادې سيمې ځينو مشرانو او ځوانانو سره په خپله سيمه کې د سولې په ارزښت وغږېدل.
د یاد بهیر یو قومي مشر ویلي، چې افغانان له بل وخت اوس ډېر سولې ته اړتیا لري او باید خپل افغانان هغه خنډونه له منځه یوسي چې د سولې پر وړاندې جوړ شوي دي.

د پکتیا اوسېدونکو همدارنګه هغه لیکلي پیغامونه هم له ځان سره لېږدول چې د سولې پیغامونه پرې لیکل شوي وو او د جګړې پر ضد یې شعارونه ورکول.
دوی ملګري ملتونه او نړيواله ټولنه پړه وبلل چې د افغان سولې په برخه کې یې خپل مسووليت نه دی تر سره کړی او د ترینګلو حالاتو په کنټرولولو کې پاتې راغلي دي.
د پکتیا اوسېدونکي د افغانستان روانه جګړه د پردیو ګټو جګړه بولي او وایي افغانان باید نور اجازه ورنکړي چې د دې جګړې قرباني شي.
د سولې د دې حرکت تنظيموونکي وايي چې د مرکز ګردېز د ځينو سيمو په ګډون به ځينو ولسواليو او لرې پرتو سيمو ته هم سفرونه وکړي او د سولې پيغام به هر کور او جومات ته ورسوي.
د یادونې وړ ده چې تردې وړاند هم د سولې لپاره هلمندیانو یو حرکت پیل کړې وو چې له مخې له هلمنده د کابل د راتلو پړیکره یې نیولې وو.
عمران

Share this page to Telegram

Comments