د پکتيا د بريد عيني شاهدان:ډيری قربانيان ملکيان وو

comments 0

0 Views

هندوکش ـ ګرديز: په پکتيا کې د طالبانو له لوري نن يو وار بیا په خونړي بريد کې د څو تنو پولیسو تر څنګ ګڼ شمېر ملکي وګړي هم شهيدان شوي او ټپيان شوي دي.

د پيښې په ځای کې زموږ خبريال ته عيني شاهدانو د خپلو سترګو لیدلی حال بیان کړی دی.

ولی الرحمن د احمدآبا د رود ولسوالۍ اوسیدونکی دی هر لوري ته وارخطا وارخطا ګوري تر نورو يي ډيرې جامې په وينو دي نوموړی وايي:« زه په قومندانۍ کې د ننه خپل پلار ته په تمه  ووم ځکه د پاسپورت د تاييد ستونزه مې وه، ټانګ راغی چاودنه وشوه او څو تنو چې وسلې ورسره وې هر لوري ته ډزې کولې، موږ وارخطا شو، پلار مې سخت ټپي شوی دی په روغتون کې دی قومنداني ته چې ورغلم هر لوري ته عريضه په لاس کې ملکيان پراته و.»

له اوښکې ډکې سترګې د ګرديز د مرکزي روغتون مخې ته ناست نورالله توتاخیل بیا بل څه وايي:« په قومندانۍ کې يو لاسليک ته په تمه وو خلکو غټه لیکه جوړه کړې وه، له چاودنې سره سم موږ ځای پر ځای کيناستو چې دا را پورته شو څو تنه مخ پټو له دروازې پر خلکو ډزې پيل کړې ورور مې چې له سعودي راغلی وو او د تذکرې ستونزه يي د شهادت جام نوش کړ، هيڅ ولاړ سړی مې نه دی لیدلی هر لوري ته انسانان پراته وو او په مرمیو لګيدلي وو.»

خو تر دې دردونکی حالت د ګردیز د روغتون مخې ته ده، دلته هر سړی د خپلې کورنۍ د غړي د مرګ يا ژوند خبر ته په تمه دي، سرتور سر او يبلې پيښې ناسته د خټاوې څخه راغلې يوه مورکۍ په دې نه پوهيږي چې څه شوي خو دومره وايي:« زوی مې، الله داد….» ددې مور چيغې او شاک حالت هيڅ د لیدلو نه دی.

ياده مورکۍ که څه هم خبرې نشي کړای زموږ خبریال ته يي وویل:« زوی مې په قومنداني کې وو موږ د عمرې حج ته تلو راغلي وو دپاسپورت لپاره وه»

له خټاوې راغلې ددې مور په څير ډير نور پکتياوال هم د روغتون مخې ته په لیکه کې ولاړ دي، ډلې ډلې ځوانان بیا ددې لپاره چې د طالب له وحشتونو د کرکې اسرار وکړي وينه ورکوي.

د روغتون مسولین وايي چې ۱۵۰ ټپيان ورته راوړل شوي چې ميرمنې، ماشومان، سپين ږیري، تنکي ځوانان او تور ږيري پکې شامل دي.

ياده دې وي چې د طالبانو له لوري نن لس بجې تر غرمې وړاندې ياد خونړی بريد د یو نظامي موټر پر مټ پر امنیه قومندانۍ وشو.

سعيد الله احمدزی ـ ګردیز

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *