د پښتۍ كباب

comments 0

0 Views

د اړتیا ور مواد:
1- د پښتۍ غوښي نيم كيلو
2- غوړي 250 ګرامه
3- د كټوي دارو يوه د چايو كاچغه
4- وچ ګشنيز يوه د چايو كاچغه
5- سپينه زيره يوه د چايو كاچغه
6- هګۍ دوې دانې
7- تازه ګشنيز، نعناع او شنه مرچك لږ لږ.
د پخولو طریقه:
تازه ګشنيز، نعناع، شنه مرچك، مالګه، مرچ دا ټوله سره واچوى او چكني ځگـني جوړ كړى. ( غوښي فرمايشي په قصاب ټوټه ټوټه كړى ) اوس نو دغه چكني او غوښي سره واچوى او لږ اوبه ور واچوى چي غوښي پخې سي او اوبه يې وچي سي. بيا نو هګۍ په يوه لوښي كي ماتي كړى او ښه يې سره ووهى او په هګۍ كي د كټوي ميده سوي دارو او د ګشنيزو ميده سوى تخم او سپينه زيره واچوى او سره ګډ يې كړى. بيا پدې تياره سوې مساله كي د غوښو ټوټگـې واچوى او يوه يوه ټوټه غوښي په مساله وهى او په غوړو كي يې سرې كوۍ او د سلاتې سره يې په دېش كي كښېږدى.

Share this page to Telegram

Comments