د پښتۍ كباب

comments 0

0 Views

د اړتیا ور مواد:
1- د پښتۍ غوښي غـټگـي غـټگـي ټوټگـې نيم كيلو
2- پټاټگـې نيم كيلو
3- هګۍ دوې دانې
4- شونډ كوچنۍ ټوټه
5- اوږه شپږ دانې
6- غوړي د سره كېدو دپاره
7- وچه ډوډۍ د ضرورت په اندازه
8- مالګه او مرچ د ضرورت په اندازه.
د پخولو طریقه:
غوښي پرېمنځى، اوږه، شونډ، سره مرچ او مالګه ميده كړى، په غوښو يې و وهى او يو ساعت يې كښېږدى. وروسته بيا په يوه دېګ كي لږ غوړي واچوى او غوښي ور واچوى او پر خام اور باندي يې پخې كړى. بيا يې سره واړوى ترڅو اوبه وچي كړي. بيا پټاټگـې واېشوى، مالګه او تور مرچ ور واچوى او تر ماشين يې وباسى بيا نو د غوښو يوه يوه ټوټه په پټاټو كي ونيسى يعني دواړي خواوي يې په پټاټو و پوښى او په هګۍ كي يې و وهى او ډوډۍ يوه ټوټه پر يوه خوا او بله ټوټه يې پر بله خوا كښېږدى او په هګۍ كي يې و وهى او په غوړو كي يې سرې كړى.
يادونه:- دلته وچه ډوډۍ يا ( ډبل روټگـي ) عبارت له پنډي ډوډۍ څخه دى. كه چيري ډبله ډوډۍ يا د سېلو ډوډۍ نه وي تاسي كولاې سى چي د كور د وچي ډوډۍ څخه كار واخلى. پدې ډول چي كلكه ډوډۍ په اوبو كي خيشته كړى، كله چي خيشته سوه د اوبو څخه يې را وباسى او اوبه يې ځگـني ونښتېږى او په دغه ډوډۍ كي كباب ونيسى لكه هګۍ چي په كوفته كي نيسى. بيا يې په هګۍ كي سره ووهى او په غوړو كي يې سره كړى. ډېر ښه كباب ځگـني جوړيږي.

Share this page to Telegram

Comments