د پښتون ژغورنې غورځنګ غونډه؛ د ای اېس ای په دستور پاکستانیو رسنیو خپره نکړه

comments 0

13 Views

هندوکش ــ پښتونخوا: د پښتون ژغورنې غورځنګ د بنو غونډې ته ډېر خلک تللي وو، چې د پاکستان د استخباراتي او پوځي ادارې له لوري په زور د ورکو شویو کسانو د موندلو او د ماینونو د له منځه وړلو غوښتنې یې درلودې، خواله رسنیو کې ژوندۍ خپرېده، خو د پاکستان رسنیو دا غونډه خپره نه کړه.
د غورځنګ ملاتړیو ټوېټر کې د دې غونډې انځورونو او ویډیوو خپرولو سره د پښتون لانګ مارچ دوه بنو هشټګ کارولی دی او له غونډې یې ملاتړ کړی دی.
مګر رسنیو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غونډې نه خپرول له نیوکو سره مخ دی او شفیع داوړ لیکي: د تېر په څېر د پاکستان رسنیو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ دا غونډه ونه لیدل شوه، ان خواله رسنیو کې د غورځنګ مخالف ټرېنډ وچلول شو.
خو د دې غورځنګ پر غونډو یوه نیوکګر خپل ټوېټ کې لیکلي، دا غورځنګ ډېر وخت غلی و، په تېره د حکومت ضد خوځښت له امله د علي وزیر او محسن داوړ د نیولو او صوبايي ټاکنو په قبایلي ولسوالیو کې د ماتې پر مهال، خو اوس بیا فعالېدل یې خطرناک زنګ دی.
بل ټوېټر کارن کاشف وايي، د غورځنګ بیانیه چې مخکې هم پېښور، لاهور او سوات کې منظور پښتین ور کړې له پاکستان سره د مینه لرونکي انسان نه ده.
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments