د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو نیول د پاکستان شناخت ته څه زیان رسوي؟

comments 0

1 Views

هندوکش ــ پاکستان: د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف حکومت چې له کله واک ته رسېدلی نو پر اپوزېشن ګوندونو تور پورې کوي چې ګواکې په خپلو واکمنیو کې یې د درغلیو او ناسمو تګلارو له کبله په نړۍ کې د ملک نوم بد کړی دی.
د سیاسي او سفارتي چارو پوهان وايي ، په نړۍ کې د یو ملک نوم په داسې وخت کې نشي ښه کېدای چې د ننه پکې خپل جایزو حق غوښتونکي او مطبوعات ځپل کېږي.
دوي وویل چې په ځانګړې توګه د پښتون ژغورنې غورځنګ پرضد له زوره کار اخیستل په نړۍ کې د پاکستان د بدنامۍ سبب ګرځي.
د پاکستان پخواني سفیر ایاز وزیر وویل چې د ملک نوم تش په ویناوو نه ښه کېږي بلکې د نړۍ ملکونه په پاکستان کې په روانو حالت په پوره توګه خبر دي.
ایاز وزیر زیاته کړه چې “په پاکستان کې د نورو هیوادونو سفارتخانې پر دې نظر ساتي چې په پاکستان کې دننه پر سیاسي ، اقتصادي او دفاعي ټولو برخو نظر ساتي چې څه روان دي او د هغه په اړه خپل هیواد ته معلومات ورکوي.”
د نړیوالو اړیکو کارپوه ډاکټر سرفراز خان وايي ، لکه څنګه چې پاکستان په نړۍ کې د هند تر واک لاندې کشمیر په اړه واوېلاوي کوي هم داسې نړۍ په هغه څه هم خبره ده چې له پښتون ژغورنې غورځنګ سره کېږي.
ده وویل چې کله دا خبرونه خپاره شي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په څېر په ایین او قانون کې دننه حق غوښتونکي تحریکونه ځپل کېږي نو د کشمیر په اړه په پاکستانۍ بیانیه کې هیڅ پاتې نشي.
ده وویل ، “چې په یو ملک کې دننه د بشري حقونو لپاره مبارزه کوونکي لادرکه کېږي ، نیول کېږي او ځپل کېږي نو هغه ملک به نورو هیوادونو ته په کومو سترګو دا وايي چې تاسو زیاتی کوی.”
په پاکستان کې د مطبوعاتو او بیان ازادۍ لپاره کارکونکې ادارې – فریډم نیټ ورک – مشر اقبال خټک وايي ، په نړۍ کې د ملک د نوم ښه کولو لپاره تر ټولو لومړی ګام دا دی چې مطبوعات ازاد وي او خلکو ته د پرامن احتجاج حق ورکړل شوی وي.
اقبال خټک وویل ، “موږ وینو چې په پاکستان کې پر مطبوعاتو بندیزونه دي ، پر ډېر څه خبره نشي کولای ، ډېر څه نشي ښودلای او هم داسې د پرامن احتجاج اجازه نشته ، دا هغه څه دي چې له دې پرته په نړۍ کې د یو هیواد نوم نشي ښه کېدای.”
دا پاکستان حکومت په نړۍ کې د ملک نوم ښه کولو خبره په داسې وخت کې کوي چې د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو هیومېن رایټس واچ او ایمنسټۍ انټرنشنل له دې کبله نیوکې ورباندې کوي چې ولې یې د بشري حقونو لپاره مبارزه کوونکی د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین او د هغه نور ملګري نیولي دي.
د پاکستان حکومت وايي دوي بشري حقونو ته احترام لري خو د دوي په وینا ، د پوځ په ګډون د ملک پر ادارو د نیوکو اجازه چاته نه ورکوي.
فروزان سیرت

Share this page to Telegram

Comments