د پښتون قام په تباهي کې د پاکستان ونډه« رسنۍ،سياستوال او ملایان»:میرولي مسید

comments 0

0 Views

د پاکستان ملت هم اوس په دې قانع شوی چې په افغانستان کې د بل اور لپاره زمينه سازي پنجاب کوي،د مقبوضه پښتونخواه د پښتنو د عدالت چيغه زموږ  د مظلوميت يو ښه تعبیر دی که پاکستان څومره هم د ملا فضل رامان، سميع الحق،معاش خور او خلاط خور ملا په مرسته نارې سورې وکړي چې نه موږ پکې نه يو بلکه قرباني يي يو خو کرار کرار وروڼه ولسونه ددې حقايقو په مستندسازۍ پسې دي.

همداسې که لږ په پيښور کې د سترې ناستې د رسنيز پوښښ تحريم له سترګو تير کړئ نو پوی به شئ چې په پاکستان کې هغه وحشت چې پوځ، استخبارات او سیاستوال يي کوي تر ډيره پرې نړۍ او سیمه نه ده خبره.

پر بلوڅ ولس د آی اس ای د روان وحشت انعکاسات ډير کمزوري دي ورته پيښه له پښتون قام سره هم وشوه د پښتون قام په نوم  جوړې شوې رسنۍ « خيبر،پښتو ون، عروج،وحدت او….» هم پښتانه نه دي بلکه دوی د پښتون ولس د فرهنګي اشغال او له منځه تګ لپاره وسيله شوي دي، په پاکستان کې د پښتو رسنیو نشرات، ادبیات، ناستې پاستې او اداګانې که وګورئ او ورته ځير شئ په لویه کې پر پښتون ولس ملنډې دي، دا چې په رسنۍ کې لیکدود معياري نه وي، لغتونه پکې ټول انګريزي وي،د ښځو جامې پکې د پنجاب وي،ادبیات او جملات پکې پنجابي کارول کيږي نو پښتون ولس باید درک کړي چې د « ګوډ طالبانو» تر څنګ آی اس ای دوی ته د « ګوډ ميډيا» په نوم هم داسې څه رامنځه ته کړي دي چې غواړي پښتون تباه شي.

چې د پښتون ولس د ښځو د پټو رازونو سپړنه وي خيبر به يو پلورل شوی پښتون پسې کړی وي او مستند سازۍ به کوي، چې د سينو،کونو او بربنډو ښودل وي پښتون ون او عروج به يي خپروي، چې د انګزیزانو په شان د ځان جوړولو چل ښودل وي همدا رسنۍ به يي پښتون ولس ته ور ښيي خو کله چې د پښتون پر مظلوميت او تاریخ باندې خبره شي بیا نو خيبریان ويده وي او دا نور يي هيڅ په کيسه کې نه وي.

پښتانه په پښتونخواه کې خپله ژبه نلري،خپل نصاب نلري، په دفتر کې د پنجاب ژبه حاکمه ده،حساب اواعداد پنجابي دي، افکار د پنجاب په پلوي څرخيږي او له همدې امله خو کله عايشه ګلالۍ را پيدا کړي پښتانه پرې وښکنځي، کله رشوت خور ملا را پورته کړي پښتانه پرې و وژني،  کله عمران خان ته سل ملیونه کلدارې ورکړي او هغه يي د پښتون ولس د ژغورنې پر ځای د پښتون قام د نسل وژنې پر مرکز حقانيه مدرسه او دې نورو وپلوري او کله کله بیا پوځ او الوتکې ورته سمې کړې او جوړ کورونه دوړې دوړې کړي.

په اسلام کې د لال مسجد پيښه د هر چا ياده ده، ډيرو به لوستي وي چې ددې مدرسې مشر ملا په چادري کې د تيښتې په حال کې ونيول شو، پر ښځو پاکستاني پوځ جنسي تيري وکړل، د راکټو او توغنديو ډزې پرې وشوې خو هيڅوک نه دي پوی چې ولې؟ ځکه چې دا جومات پنجاب ته خطر وو خو په پښتون ميشتو سیمو کې په مدرسه کې ځانمرګي روزل کيږي، داعش او طالب ته جلب او جذب کيږي پاکستان خو عملیات نه کوي چې نه يي کوي بلکه د عمران خان او ګل خان په لاس هر کال په سلګونو ميلیونه کلدارې پټې او ښکاره مرستې هم ور ويشي او په نوې کړنه کې خو يي د پښتون ولس د بربادۍ په خاطر په پيښور کې د روسانو کونسلګري هم پرانیسته څو د افغان طالبانو پلورل شوي مشران روسيي او تاجکستان ته د تګ پر ځای همدلته خپل بادار وګوري او پيسې ترې واخلي.

بله مهمه خبره چې پښتون ولس يې باید درک کړي ددې قام اقتصادي مظلوميت دی، له هندوستان سره شپه او ورځ پرانيستی د واګې بندر او له افغانستان سره تړلې پولې، خرابې اړيکې،په ټپه دريدلې سوداګري، تړل شوی تورخم، سپين بولدک،غلام خان او… ددې ښودنه کوي چې پنجاب په ډير مهارت هڅه کوي کوزني پښتانه له اقتصادي پلوه کمزوري کړي، که مو په عربي نړۍ کې نظر اچولی وي، پنجاب په يوه ښه فابريکه کې مقرر دی، د عربي نړۍ په پوځ کې سلاکار او روزونکی دی خو برعکس پښتون يا ټکسي چلوي، يا د پنچري دوکان لري، يا نانوايي لري اويا يي چیرته وړوکی شان دوکان جوړ کړی اوايله بیله پکې خپل ژوند تیروي، پنجاب ډير چالاکه دی او غواړي په پښتونخواه کې د پښتون ولس د اقتصادي ضعف په لړ کې نارینه د خپلو سیمو پريښودو ته اړ کړي او په پت منو ښځو کې پنجابي عسکر او زانيان کښته پورته شي.

د پښتون ولس فقر او مسافري لورينه نه بلکه د روان اشغال د دوام يوه برخه ده، دا ځلې د پښتون تحفظ مومينټ باید ډير تمرکز پر هغو پښتون ميشتو سیمو کړي چې اقتصادي پوتنسيلونه لري، دوی باید له پنجاب سره حساب او کتاب يو طرفه کړي او پر افغان خاوره د راکټي بريدونو د مخنيوي تر څنګ د اغزن تار د شلولو لپاره هم په صفري سیمو کې د وروڼو قومونو دوه اړخيز عملي پرلت ته زمينه سازي وشي.

په پښتون ميشتو سیمو کې د سيمې او نړۍ د ترهګرو د مراکزو تړل هم پرالت غواړي او که چیرته پښتون قام بریالی شي چې په پيښور، وزیرستان، کوټه، پشين،نوښار، واڼه،ټل، ميرامشاه،دته خيلو،مومند ايجنسۍ، تیراه،لنډي کوتل،کارخانو،ديرا اسماعيل خان او کورمه ايجسنۍ کې د ترهګرو د روزنیزو مراکزو د تړلو په خاطر پرلت و وهي نه يوازې به افغان ولس په امن شي بلکه په دې امن کې به کوزني محروم او اشغال شوي پښتانه سياسي، اقتصادي، کلتوري او فرهنګي ګټې وکړي.

دا چې پښتون انسان د پنجاب په خاطر په کشمير کې جنګول کيږي، په افغانستان کې ترې داعشی او يا د طالبانو روزونکی او سمبالونکی جوړيږي د پنجاب موخه نه اسلام دی، نه آزادي او نه هم د پښتون قام ژغورنه بلکه پر يو بل يي د طالب، داعش، ښه او بد طالب په نوم مسلط کړي يو او زموږ پر هډوکو بل اور ته تور پنجابیان ځانونه تودوي.

افغان ولس په آسيا کې د پنځه زره کلن شته تاريخ په لړ کې با عزته ژوند کړئ دی، د افغان ولس بهرنی سياست افراطيت، ترهګري، طالبيزم او داعشیزم نه بلکه ورور ولي او يو بل منل دي چې د سويلي او مرکزي آسیا د اقتصادي پوتنسيلونو په وده کې د افغانستان وروستۍ هڅې يي ښکاره ثبوت دی خو برعکس زموږ ګاونډيان خصوصا پاکستان او ایران تل د افراطيت، طالبیزم، شيعه ایزم، فرهنګي، کلتوري او اقتصادي يرغل په لړکې زموږ وينې زبيښلي دي.

په صفري سیمو کې معادن، ایران او پاکستان ته ور روانې وړيا اوبو، پر سرحدي سیمو د دوی تيري، راکټي بريدونه او طالب ترهګرو ته په پښتون ميشتو سیمو او بیا د ایران په زاهدان او مشهد کې د دفترونو ورکول د افغان ولس په لویه کې د تباهۍ پروژې دي.

Share this page to Telegram

Comments