د پښتون غورځنګ په ملاتړ افغانستان کې لاریونونه

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د افغانستان بیلابیلو ولایتونو کې یو شمېر مدني فعالانو او عامو خلکو د پښتون غورځنګ په ملاتړ لاریونونه وکړل او پر پښتنو یې د پاکستان د پوځ ظلم وغنده.
کونړ کې خلکو د پښتون غورځنګ له سوله ییز اعتراض څخه هر کلی کړی او هغه برید یې غندلی چې د پاکستان پوځ پر پښتنو کړی دی.
کونړ کې معترضینو له امریکا او نړیوالې ټولنې غوښتي چې له پاکستان وپوښتي چې ولې پښتنو ته حقوق نه ورکوي.
له دې سره یو ځای تېر ماښام کابل او پکتیکا کې هم د پښتون غورځنګ په ملاتړ خلک راټول شوي و.
ځوانان د کابل منار څلي سره راټول شوي و او د پاکستان پوځ یې ترهګر یادکړ چې له پښتنو سره ظلم کوي.
دوی د پښتنو مبارزه په حقه وګڼله او هدف ته د رسیدو لپاره یې په نړیوالو غږ کړی چې د پښتون غورځنګ د حق مبارزې ملاتړ وکړي.
پښتون غورځنګ خبرداری ورکړی چې تر هغې به مبارزه جاري وساتي چې حقوق یې نه وي ترلاسه کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments