د پښتون غورځنګ مشر پاکستان حکومت چلنج کړ / نوید احمد څرک

comments 0

1 Views

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون چې له ډيوه راډیو سره مرکه درلودله، په مرکه کې یې په واضح ټکو د پاکستان حکومت چلنج کړ، چې د ریاست ادارې د ترهګرۍ ملاتړ کوي او له دې لارې د پيسو لپاره پښتانه وژني.
منظور پښتوند عارف وزیر د ترور په اړه ووویل چې له کومې ورځې چې عارف وزیر له زندان راغلی و، له هغې ورځې به مشکوک موټر د دوی سیمه کې ګرځیدل.
د منظور په خبره، په دې سیمه کې یواځې د ریاست موټر ګرځي، تورې شیشې یې وي، او د سیمې خلک نه پوهیږي چې دې موټرو کې څوک د کوم هدف لپاره ګرځي، دا ښکاره ده چې دې سیمه کې نامالومه کسان نه شي ګرځیدلی، یواځې د ریاست موټرو کې ځینې کسان ګرځي چې نه پيژندل کیږي.
کله چې عارف وزیر ترور شو او کسان وتښتیدل، خلک پسې ټوله سیمه کې وګرځيدل، خو خلک وروسته پوه شول، چې څو کیلو مټره د ښه طالبانو (ګوډ طالبان) یو دفتر شته، هلته د ای ایس ای دفتر هم شته چې مشترک دفتر ورته ویلی شو، دې دفتر ته د ورتګ اجازه نه وه.
د خلکو شک دی چې دا موټر د پاکستان پوځ کمپ ته تللی دی، نو که پلټنې کیږي، باید د پوځ کمپ کې وشي،
منظور پښتون په په ډاګه وویل چې که چیرې د پلټنې کمېسیون وټاکل شي، زه به د پلټنې ټیم ته وښایم چې د طالبانو ډلې ډلې خلک د پوځ او ای ایس ای کمپ ته ځي، زه ثبوت لرم او که مې ثبوت نه کړه، زه چمتو یم چې اعدام مې کړي.
کله چې پښتانه د ای ایس ای او پوځ له لوري وژل کیږي، نو ښه طالبان خو به یې خود وژني، ځکه طالبان د همدوی له لوري ملاتړ کیږي.
که برید نامالومو وسله والو کړی ، نو ریاست یې ولې دفاع کوي، خو ښکاره خبره ده چې برید همدوی کړی دی.
پښتون په مرکه کې وویل چې عمران خان امریکا کې اعتراف وکړ چې له وسله والو ډلو سره زموږ د ادارو اړیکې وي، تر دې لوی ثبوت به څه وي.
منظور وویل چې موږ باور لرو چې ریاستي ادارې ترهګر روزي، نو ریاستي ادارو دا په ډاګه منلې ده، نو تر دې لوی ثبوت به څه وي. ځکه پرویز مشرف اعتراف وکړ چې ترهګر موږ روزلي، کرنل امام خبرې واورئ، حمید ګل خبرې واورئ، نصرالله بابر خبرې واورئ او په دې اعتراف کړی چې ترهګر دوی روزلي او د خپلو ګټو لپاره یې پرې خلک وژلي دي.
هغه وویل، همدا د پاکستان ریاست لوی ثبوت دی چې په ترهګرۍ اعتراف کوي، نو بیا ولې له موږ ثبوت غواړي.
منظور وویل، را دې شي، موږ به یې ورته عملا وښیو چې وزیرستان کې د پوځ او ترهګرو اړیکه څه ده، هر څه ښکاره دي. موږ ادعا نه کوو، بلکې ثبوت شته.
د وزیرستان هرې سیمې اته نیم سوه متره کې پوځ پوستې شته، خو بیا هم ترهګر پښتانه وژني او تښتي. عجیبه خبره نه ده؟
که له دې ټولو پوستو سره سره بیا هم طالبان وزیرستان ته راځي، نو یا ورسره د پوځ لار ده او یا دا پوځ خوبونه کوي، نو په دواړو مواردو کې پوځ ملامت دی، طالبان ښکاره په سړکونو ګرځي، په چک پوسټونو ورځي، نو څنګه د پوځ له پوستو تیریږي.

Share this page to Telegram

Comments