د پښتونخوا مشرانو د طالبانو او افغان حکومت د بین لافغاني مذاکراتو د پیل هر کلی کړی

comments 0

5 Views

هندوکش ـ پاکستان: د پاکستان د مرکزي حکومت په ګډون د پښتنو ملتپالو ګوندونو په قطر کې د بین الافغاني خبرو د پیلېدو هرکلی کړی او هیله څرګنده کړې چې دا خبرې په ښه ډول پر مخ لاړې شي او په افغانستان کې د جګړې ختمېدو ته سیاسي حل لاره ولټول شي.
د پښتونخوا یو تن مشر افتاب احمد خان شېرپاو وایي، افغانستان جګړې ځپلی دی دا مذاکرات د سیمې د ثبات لپاره ډېر مهم دي ځکه چې په پاکستان کې امنیت د افغانستان له امن سره تړلی دی.
د پښتونخوا په اسمبلۍ کې د عوامي نېشنل ګوند غړی سردار حسېن بابک وایي، د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو پیلېدو هرکلی کوي او وایي دا د پاکستان خصوصاً د پښتنو سیمو لپاره ډېر ګټور ګڼي ځکه چې وایي له امن سره به دواړو غاړو ته اقتصادي هلې ځلې پیل شي.
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments