د پښتنو فعالینو نيول د پاکستان د ورخطايئ نښه ده

comments 0

301 Views

هندوکش ـ پاکستان: په دې وروستيو د پاکستان حکومت د پښتنو فعالینو چې ډېری يې د پښتون ژغورنې غورځنګ سره تعلق لري نيول زيات کړي دي، د پاکستان د حکومت له لوري په داسې وخت کې د دې نيونو زيات والی يو ډول د حکومت ورخطايي په نښه کوي.
د پاکستان حکومت له دې وېره لري چې د پښتنو فعالین ورځ تر بلې په پښتنه معاشره کې پلویان پيدا کوي، خلک يې خبرو ته غوږ ږدي او دا فعالين د دې سبب کېږي چې پښتانه په یوه ټغر سره راټول او په اتفاق شي.
د پښتنو د اتفاق څخه وېره
د پاکستان حکومت او پوځ ترټولو لویه وېره د پښتنو اتحاد او اتفاق دی، د پښتنو د فعالینو فعاليت کړنې، غونډې او د ويښتيا هڅې د دې سبب شوي دي چې پښتانه د خپل دوست هغه په خوږو کې زهر وويني او د شرير پنجابي حکومت څخه مخ واړوي.
په ځانګړي ډول د ډیورنډ د ملعونې کرښې دواړو غاړو ته پښتانه د پښتون ژغورنې غورځنګ په شاخوا راټولېږي او د دې غورځنګ غږ خپل غږ ګني.
په پاکستان کې د چارواکو سره د پښتون ژغورنې د غورځنګ د سياسي او ولسي طاقت ډېرېدو سختې اندیښنې راپارولې دي او اوس دوی د ښکاره دښمنۍ لاره نیولې ده ترڅو د پښتنو د اتحاد او اتفاق مخه ونیسي.
پوځ متحد پښتانه نشي زغملی
د پاکستان د پوځ ترټولو ستره وېره داده چې پښتانه پښتنو ته وفادار مشران پيدا کړي او دوی مجبور کړي چې پښتنو ته خپل حقوق ورکړي، پښتانه يوازې د ژوند بنسټيز حقوق نه غواړي بلکې د خپل سرنوشت په هکله هم خپل هر اړخیز حقوق غواړي.
د پاکستان ورخطا حکومت اوس ويني چې پښتانه څه ډول د پښتون ژغورنې غورځنګ په شاخوا کې راټول دي، له همدې کبله دوی په سخته وېره کې دي او د هرې ممکنه لارې هڅه کوي چې د دې غورځنګ فعالین خاموش کړي.
د پاکستان حکومت دې ته پام نکوي چې اوس هغه وخت تېر دی، اوس که دوی په پښتنو نوی ظلمونه پيل کوي د هغوی بې عزتي کوي د هغوی سره تعصب کوي نو دا پښتانه نور سره په يو بل راټولوي او د پاکستان د پوځ په وړاندې يې متحد کوي.
نور پښتانه د پاکستان د وحشت لاره نه مني، پښتانه نور نه غواړي سیمې يې د پاکستان د تجربو د پاکستان د تروريستي پروژو کوربه کوي، پښتانه يو سوله ايز ژوند غواړي او نه غواړي دا ټول ژوند د پاکستان د پوځ د ظلمونو لاندې تېر کړي.
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments