د پيـتـزا د پـخـولـو لارښـوود

comments 0

0 Views

د اړتيا وړ مواد:
دونیم ګیلاسه اوړه .
یو ګیلاس تودې شیدې.
نیم ګیلاس غوړي .
یوپاکټ خمیره .
درمیانو معجون .
د دوو رومیانو اوبه .
شنه خواږه مرچ .
غوڅ سوی پنیر .
تور میده زیتون .
لږ مالګه .
مساله .
تور مرچ .
دبیتزا جوړول:
اوړه، خمیره اوغوړی به سره ګډ کړی بیا به يې په ټوکره پټ کړﺉ چی اوړه خمیره سی. په یو دیګ کی به لږ غوړی واچوی او درومیانو )سره بانجڼو( اوبه، درومیانو معجون، مساله، مالګه او تور مرچ به ورواچوی، څو واره یې ولړﺉ بیا شنه مرچک ورواچوی، اوس يې یوه دقیقه ولړی وروسته یې داور څخه راکښته کړی چی ساړه سی.
اوس نو دداش قالب غوړ کړی او اوړه تر خمیریدو وروسته پکښی اوار کړی
بیا پر اوړو باندی درومیانو معجون او هغه مواد چی تاسو جوړ کړی وه اوار کړی وروسته به زیتون او پنیر هم پر ووډی او قالب به په داش کی کښیږدی چی پوخ سی
ټوټې ټوټې به یې کړی ومیلمنو اوماشومانو ته به یې ور کړی

Share this page to Telegram

Comments