د پل علم ښار د ماسټر پلان طرحه تصویب شوه

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: تیر ماښام د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ غونډه کې د کابل پل خشتي، هرات، د کندهار او بدخشان مبارکو خرقو د جامع جوماتونو د بیا رغاونې کارونو د بهیر په اړه خبرې شوي چې چارې به یې ډېر ژر بشپړې شي.
په همدغه غونډه کې د لوګر ولایت پل علم ښار د ماسټر پلان طرحه وړاندې شوې او د ښار د موجوده وضعیت د پېژندنې او ارزونې سربېره د ښار لپاره د نوي مرکز او دغه راز د ټولو اړینو ادارو، لارو کوځو او پارکونو د جوړولو په اړه وړاندېزونه روښانه شوي دي.
ولسمشر غني ویلي، د یاد ماسټر پلان د طبیق لپاره د مصرفي پیسو اندازه دې وسنجول شي او په دغه برخه کې دې پیسې دوراني وي چې د ګټې پایله یې څرګندې او د شخصي ځمکو حدود دې هم معیین شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments