د پایدارې سولې او موقت حکومت غیر ممکن ترکیب / نوید احمد څرک

comments 0

0 Views

د زلمي خلیلزاد تر مشرۍ لاندې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې په تازه خبرو کې د موقتې ادارې او د افغانستان د راتلونکي نظام د جوړښت په اړه ګنګوسې هم زیاتې شوي دي. که څه هم دا ګنګوسې زلمي خلیلزاد رد کړي خو پوښتنه دا ده چې دا اوازه ولې خپریږي او پر پایدارې سولې به یې څه اثر وي؟
په تېرو پنځو کلونو کې د نړۍ په بیلابیلو هېوادونو کې د سیاسي حل او ثبات په موخه موقت حکومتونه رامنځته شوي چې تقریباً ټول ناکامه بلل شوي. په ۲۰۱۴ کال د یوکراین د ولسمشر ویکتور ینکوویچ د حکومت تر پرځېدلو وروسته پدې موخه موقت حکومت جوړ شو چې سیاسي اختلاف ختم او پراخ بنسټه حکومت رامنځته کړي، خو له ناکامۍ سره مخ شو. د کریمیا سیمه یې له لاسه ورکړه او د هیواد په ختیځ کې یې کورنۍ جګړه پیل شوه.
په ۲۰۱۴ کال د مرکزي افریقا په جمهوریت کې د پخواني ولسمشر فرانسیس بوزیزي او د ایتلاف د پلویانو تر اوږدې جګړې وروسته موقت انتقالي حکومت رامنځته شو خو مسئله حل نشوه او د ملګرو ملتونو سوله‌ساتي ځواکونه ور واستول شول.
په جنوبي سوډان کې د ۲۰۱۴ کال په مۍ کې د سولې تړون پر اساس موقتي حکومت رامنځته کېدل تر اکتوبره وځنډیده، ځکه د جګړې دواړه اړخونه د کابینې پر جوړښت هوکړې ته سره ونه رسیدل. په ۲۰۱۴ کال د تایلنډ نظامیانو د ینګلوک شنواترا حکومت تر چپه کولو وروسته موقت حکومت رامنځته او د اصلاحاتو او دیموکراتیکو ټاکنو ژمنه یې وکړه، خو د یاد کال تر پایه پورې یې ژمنې پوره نه کړې.
په افغانستان کې د موقت حکومت جوړیدل نوې خبره نه ده. په ۱۹۹۲ کال په پېښور کې د افغان مجاهدینو موقتي حکومت جوړ شو چې حضرت صبغت‌الله مجددی یې مشر وټاکل شو. د موقت حکومت جوړولو موخه دا وه چې د روسي ځواکونو له وتلو وروسته به د ډاکتر نجیب‌الله حکومت چپه او د موقت حکومت تر چتر لاندې به پراخ بنسټه حکومت رامنځته کړي، خو د مجاهدینو د موقتی حکومت تجربه ناکامه او هېواد یې د کورنۍ جګړې په لمبو کې وسیځه.
د موقت حکومت دویمه ترخه تجربه د طالبانو تر امارات وروسته د «بن» د تړون په اساس د ۲۰۰۱ په دیسمبر کې د حامد کرزي په مشرۍ په قومي بنسټ رامنځته شو. دا د افغانستان په تاریخ کې لومړنۍ پېښه وه چې واک د اهلیت، استازیتوب، شایسته سالاری، افکارو او تیکنوکراسی پر ځای د قوم پر اساس ووېشل شو چې له امله یې اقلیتونو تر خپله حقه زیات سهم غصب او اکثریت پر سیاسي اقلیت بدل کړ.
په افغانستان کې د ۱۹۹۲ او ۲۰۰۱ کال موقت حکومتونو ځینې ګډ مشکلات لرل:
دواړه موقت حکومتونه چې د بیلابیلو افکارو، حزبونو، قومونو او قشرونو څخه جوړ شوي ول، د داخلي کشمکشونو او رقابتونو څخه ډک وو. د قدرت پر سر سیالۍ، د خپلمنځی همغږۍ او ګډې همکارۍ مخه نیوله.
په دواړه موقت حکومتونو کې ځینې قشرونه شړل شوي. د ۱۹۹۲ کال د مجاهدینو په موقت حکومت چې د سعودي عربستان تر نظارت لاندې، د امریکا پر هوکړه او د پاکستان پر مرسته جوړ شوی، تهران-میشته افغان شیعه مجاهدینو او په روم کې تبعید ظاهرشاه پلوه افغانانو ته ځای ورنه کړل شو. ځکه هغوی ته ځای ورکولو لپاره پېښور-میشته مجاهدین مجبور ول چې واک ورسره وویشي.
د ۲۰۰۱ کال په وروستیو ورځو کې طالب مشرانو د ملا عبید په مشرۍ د موقتې ادارې مشر حامد کرزي ته د تسلیمۍ لیک راوړ، دوی په نوي نظام کې د سهم او یا لږ تر لږه د سر خوندیتوب هیله لرله. که څه هم کرزي ورسره هوکړه کړې وه خو شمالي ټلوالې چې له طالبانو سره یې پخوانۍ دښمني لرله او په موقته اداره کې پراخ نفوذ درلود، طالبانو سره د سولې او په اداره کې د سهم ورکولو مخالفت وکړ او هم یې د امریکا متحده ایالات وهڅول چې طالبان سره سوله ناممکنه او پر ضد یې د “ونیسه او ووژنه” لاره غوره کړي.
دواړه موقت حکومتونه ونه توانیدل چې په یو غږ او همکارۍ پر لویو او ملي موخو باندې – د پراخ بنسټه حکومت رامنځته کول، انتقالي عدالت، پایداره سولې او ولسواکۍ- توافق ته سره ورسیږی چې له امله یې د ۹۰ کلونو کورنۍ جګړه او د ۲۰۰۱ کال راورسته افغانستان کې لا هم زورواکۍ او جنګسالارۍ دوام وموند.
علمي څیړنې ښیي چې عموماً تر جګړې وروسته موقت حکومتونه هغه لوبغاړو ته دیموکراتیک مشروعیت او مصؤنیت وربخښي چې په جګړو کې ښکیل دي. د ملي وحدت حکومت په رامنځته کیدو سره د جنګسالارو او زورواکو قشر د افغانستان د سیاست له ډګره حاشیې ته ټیل وهل شوی او خپل تدریجي سیاسي مرګ ته شیبې شماري. که زورواکي او جنګسالاران همداسې له سیاسي صحنې لرې وساتل شي نو د انتقالي عدالت پلې کیدل هم اسانه کیدلای شي.
موقت حکومتونه چې د رایو پر ځای د سیاسي جوړجاړي له مخې رامنځته کیږي، یو ځل بیا شړل شویو جنګسالارو او زورواکو ته د سر راپورته کیدلو وس ورکوي چې ټیټول به یې کلونه وخت او سیاسي اراده وغواړي.
د سولې او د شخړو د حل تیوریانو له مخې، موقت حکومت د جګړې د پای ته رسیدلو او پایدارې سولې ترمنځ د “پُل” رول لوبوي خو عملاً پر موقت حکومت هغه افراد حاکمیت لري چا چې جګړه پیل کړې وي او یا د جګړې یو اړخ پاتې شوی وي.
د سولې خبرو او تړون پلې کولو لپاره د حکومت یووالۍ او همغږي رامنځته کول ضروري دي چې دا کار یوازې د منتخب حکومت په شتون کې امکان لري چې د افغانستان د اکثریت استازیتوب وکړي. د موقت حکومت تر چتر لاندې د سولې خبرې او د تړون امکان ناشونی بریښي. ځکه موقت حکومت چې د بیلابیلو افکارو، ډلو، قشرونو، قومونو او حزبونو پر اساس رامنځته شوی، همغږي او یووالی پکې ناممکنه ښکاري. هره ډله به د جمعي او ملي ګټو پر ځای شخصي، ګوندي، او قومي هغو ته کار کوي.

Share this page to Telegram

Comments