د پاکستان څرګندونې د ژمنو خلاف دي

comments 0

3687 Views

هندوکش – کابل: بهرنیو چارو وزارت وایي، د افغان سولې په تړاو د ټولو هېوادونو له هڅو مننه کوي، خو نه چې د افغانستان په داخلي چارو کې لاسوهنه وکړي.

د افغانستان بهرنی سیاست پر ښه ګاونډیتوب، متقابل احترام او د هېوادونو په داخلي چارو کې پر نه لاسوهنې ولاړ دی.

بهرنیو چارو وزارت، کابل کې د پاکستان سفیر وروستۍ څرګندونې بې اساسه او د هغه ژمنو خلاف بللي، چې پاکستان د افغان سولې په تړاو کړي دي.

کابل کې د پاکستان سفیر زاهد نصرالله ویلي و، چې که د هند او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی زیات شي، نو د افغانستان سولې پر پروسې به منفي اغېز پرې باسي.

بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، افغانستان همېشه په سیمه کې د اختلافاتو حل د مذاکراتو له مخې غوره بولي.

سپوږمۍپوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments