د پاکستان پوځ لس کسان وژل شوي دي

comments 0

252 Views

هندوکش – پاکستان: پاکستاني رسنیو نه په خبرونو کې راغلي چې، ډیورنډ کرښې ته څېرمه شمالي وزیرستان کې د یو وسله وال برید پر مهال شپږ پوځیان وژل شوي دي.
د پوځي چارواکو په وینا، دویم برید د بلوچستان په اواران سیمه کې شوی دی چې له امله یې څلور پوځیان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
د پوځ په خبره، د شمالي وزیرستان په ګربز سیمه کې برید د هغو وسله والو له لوري ترسره شوی دی چې د افغانستان له خاورې ور اوښتي وو او د پوځیانو د ګزمې موټر یې په نښه کړی دی.
خو د پاکستاني طالبانو ویاند ویلي چې په جنوبي وزیرستان کې شوی برید د دوی ملګرو کړی او اووه پوځیان یې وژلي دي.
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments