د پاکستان پوځ غواړي نواز شریف له مخې لرې کړي

comments 0

0 Views

هندوکش – پاکستان: پاکستان کې د پاکستان لومړي وزیر سیاسي مخالفین او سیاسي ګوندونه د نواز شریف د لري کیدون لارې چارې څاري او وایي چې نواز شریف دې باید استعفا ورکړي.
اوس مهال پاکستان کې سیاسی کرکیچ ورځ تر بلې مخ په زیاتیدو دې خو د پاکستان د حکومت ملاتړو ګوندونو تیره ورځ نوازشریف ته ډاډ ورکړ چې دوی به د هغه ترشا ودریږي.
رارسیدلي خبرونه داسي ښیي چې مخالف سیاسي ګوندونه د نوازشریف سربیره د هغه د ورور چې د پنجاب ایالت والي دی، د ګوښه کیدو غوښتنه هم کړې ده.
سیاسي ګوندونه چې مشرې يي ملا فضل الرحمن او عمران خان غونډې سیاسي څیرې مخته بیایي همدا راز د تازه ټاکنو غوښتنه کړې او وايي چې نوی لومړی وزیر تردې وروسته نغواړي.
پاکستاني شنونکې عایشې صدیقې، دویچ ویلې رادیو سره په یوه مرکې کې ویلي دي چې «هیواد له یو خورا پیچلي بحرانه نه د تیریدو په حال کې دی. حکومت اوس فلج شوی. سترې پریکړې نه کیږي او په راتلونکو ورځو کې به دا کړکیچ نور هم شدید شي. دا مسئله سترې محکمې ته راجع کیږي او په هیواد کې به یو ځل بیا د احتجاجونو سیاست پیل شي.»
نوموړي زیاته کړه : نوازشریف د دې هیواد پوځ خفه کړی او اوس پوځ غواړي چې هغه له مخې لیرې کړي.
امجد شعیب په پاکستان کې تقاعد شوی جنرال او د چارو کارپوه وایي ، په فساد کې ښکیل کسان باید اصلاً سیاست ته داخل نه شي. اوس دا چې د هغه د فساد دوسیه ټولو ته واضح شوې، نو دا به په پوځ او د دې هیواد په عدلیه قوه باندې تور ولګوي ترڅو وکیلان بدنامه کړي. هغه همدا راز زیاتوي چې نواز شریف غواړي ځان سیاسي شهید کړي ترڅو د خلکو خواخوږي خپله کړي.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان کې عام خلک وایي پاکستاني پوځ په اصل کې پاکستان کې حکمروایي کوي او سیاسي پریکړې اکثر هغوې ترسره کوي نه حکومت او جمهور ریس.
فریده خپلواک

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *