د پاکستان پوځ بندیزونو په وزیرستان کې خلک ستونزو سره مخ کړي

comments 0

1124 Views

هندوکش – پاکستان: د شمالي وزیرستان د خړ کمر سیمې اوسېدونکي وایي، په یاده سیمه کې نن د نهمې ورځې لپاره د حکومت له خوا پر ګرځېدو بندیز لګېدلی دی چې خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
د یادې سیمې اوسېدونکي وایي، پاکستاني حکومت ورته ویلي چې په هیڅ صورت دې له کورونو نه راوځي. د سیمې د اوسېدونکو په خبره خلک حتی مریضان لا روغتیایي مرکزونو ته نه شي بیولی.
هغوی زیاتوي، که وضعیت همداسې دوام وکړي نو دوی مجبوره دي په هر صورت د حکومت ضد لاریونونو ته راووځي. دا ګرځبندیز وروسته له هغه لګول کېږي چې په دې سیمه کې پر معترضینو د پاکستاني پوځ لخوا برید وشو چې پکې د پښتون ژغورنې غورځنګ پنځه غړي ووژل شول او یو شمېر نور ټپیان شول.
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments