د پاکستان پوځ او استخباراتي اداره د خلکو غږ چوپ کوي: بشري حقونو سازمان

comments 0

10 Views

هندوکش ــ پاکستان: د پاکستان بشري حقونو تنظيم (اېچ ار سي پي) له حکومته غوښتنه کړې ده، پر هغو خلکو چې د خپلو حقونو لپاره سړکونو ته راوتلي دي، د مقدمو کښلو پرځای باید د هغوی خبره واورېدل شي، او پر خبريالانو دې هم د بې ځايه بنديزونه له لګولو ډډه وکړي.
د جنورۍ پر ۱۴مه اېچ ار سي پي د ايين سرلوړۍ او انساني حقونو سرلیک لاندې يوه غونډه کړې چې پکې د سياستوالوتر څنګ وکيلانو، خبريالانو او د مدني ټولنې فعالانو ګډون وکړو.
په سيمنار کې د ګډونوالو وينا وه د پاکستان هغه ځوانان او زده کونکي چې له اوږدې مودې راهيسې تر یوه سازش لاندې له ملکي معاملاتو لیرې ساتل شوي دي، هغوی اوس د خپلو حقونو لپاره سړکونو ته راوتلي دي. حکومت له پرې د مقدمو جوړولو پرځای د هغوی خبره اورېدل پکار ده. دوی ویل چې پر خبريالانو دې هم د بې ځايه بنديزونه له لګولو ډډه وکړي اوهغوی دې خپل کار کولو ته پرېږدي.
د اېچ ار سي پي يو پخوانی مشر ای اې رحمن وايي حکومت د زده کونکيو او خبريالانو په باب ډېره سخته رويه خپله کړې ده، رسنۍ له یو ډول اعلانيه او غیر اعلانيه سېنسرشپ سره مخامخ دي. خبريالان په ازادۍ د خپلې رايې اظهار نشي کولی. له دې سره سره د رسنيو لپاره په معاشي توګه هم مشکلات جوړ کړل شوي دي او حکومت یې د کمولو پرځای نوره اضافه کوي.
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments