د پاکستان پولیسو سلګونو کسانو ته جنايي دوسيې پرانيستې

comments 0

0 Views

هندوکش – پاکستان: د راپورونو پر بنسټ، د پاکستان پولیسو د سلګونو هغه کسانو پر ضد په قصدي ډول جنایي دوسیې پرانستې چې د اور په لګولو او تاوتریخوالي په پارولو تورن دي.
په پاکستان کې وروسته تر هغې له تاوتریخوالي ډک لاریونونه وشول، چې د دې هېواد سترې محکمې د یوې عیسوۍ مېرمنې چې د اسلام وروستي پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) ته د سپکاوي په تور محکومه شوې وه، د اعدام سزا لغوه کړه.
د تحریک لبیک پاکستان ډلې زرګونو پلویانو د اسیې د سزا د لغوه کولو په غبرګون د سترې محکمې له اعلان وروسته په پلازمېنه اسلام اباد او نورو لویو ښارونو کې، سړکونه وتړل او ګڼ شمېر موټرونو ته يې اور واچاوه.
د پنجاب پولیسو د زرو کسانو او د اسلام اباد پولیسو د ۲۵۰ کسانو پر ضد په لاریونونو کې د تاوتریخوالي رامنځته کولو دوسيې پرانيستې دي.
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments