د پاکستان په کوټې ښار کې پر پولیسو خونړې برید شوې

comments 0

0 Views

هندوکش – پاکستان: پاکستاني رسنیو نه په خبرونو کې راغلي چې د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه کې د پولیسو د یو مشر د موټرو په کتار خونړی برید شوې.
د خبرونو پربنسټ یاد برید کې دوو تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړی دی.
رسنې زیاتوي چې نن د سهار په ساعتونو کې د پولیسو د مشر حمید الله دستي پر موټرو د نامعلومو وسله والو لخوا خونړی برید وشو.
په پیښه کې د پولیسو مشر ته ځاني زیان ندی رسیدلی خو د هغه دوه تنه ساتوونکې پولیس وژل شوي دي.
اوسمهال پولیسو سیمه محاصره کړې او د برید کوونکو د نیولو په خاطر يي پراخه پلټنې پیل کړي دي.
د ویلو ده چې د پاکستان د بلوچستان په ایالت کې وخت نا وخته پر امنیتی ځواکونو دیته ورته خونړي بریدونه کیږي.
دا په داسې حال کې ده چې دوه اوونۍ مخکې هم د کوټې د سریاب روډ په سیمه کې پر امنیتي ځواکونو خونړی برید وشو چې په ترڅ کې ۴ تنو سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی وو.
تردې دمه د یاد برید مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دې اخیستې.
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *