د پاکستان په کوټه ښار کې ځانمرګي برید ۱۵ تنه وژلي

comments 0

0 Views

هندوکش – کوټه: د بلوچستان په مرکز کوټه کې ځانمرګي بريد د پاکستاني پوځ پنځلس سرتيري وژلي دي.
بريد پر هغې لارې شوی چې له ايوب سټډيوم څخه پکې سپاره سرتیري خپل پوځي مرکز ته تلل.
چاودنه پر پښين سټاپ نومې د بسونو پر تم‎ځاى وشوه چې په لږ فاصلې سره د ملېشه ځواکونو عمومي قرارګاه، د حقوقو يا قانون پوهنځى، د پاکستان د دولتي ټلويزون مرکز او د بلوچستان اسمبلۍ ودانۍ هم موجود دي.
تر چاودنې وروسته د پېښې په ځاى کې اور هم ولګېد چې ګڼ شمېر موټر او دوکانونه يې وسوځول.
پوليس چارواکي وايي، دا ځانوژونکى بريد وو چې هدف يې د پوځي سرتېرو لارۍ وه.
دوی وايي، په چاودنه کې شاوخوا ۶۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په دی چاودنه کې لږ تر لږ ۱۵ کسان په کې وژل شوي او شاوخوا ۳۰ په‎کې ټپيان شوي دي، چې تپیان د درملنې لپاره د کوټې ملکي روغتون او نظامي روغتون ته يووړل شول.
همداراز د پاکستان لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي او د پوځ لوى درستيز جنرال قمر جاويد باجوه دا بريد په کلکه غندلى دى.
د يادونې وړ ده چې د روان کال په جون مياشت کې هم د پوليسو د عمومي مشر دفتر ته نېژدې د پوليسو پر يوه امنيتي پوسته ځانوژونکى بريد شوى وو چې اووه پوليس سرتېري پکې وژل شوي او شاوخوا پينځلس پکې ټپيان شوي وو.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *