د پاکستان په پښتون مېشته کورمه کې یو بندي په وهلو، وهلو وژل شوی، د پولیس خلاف لاریون

comments 0

9 Views

هندوکش ــ خیبر پښتونخوا: د خيبر پښتونخوا په کورمه کې د پوليسو د ساتنې پر مهال د يوه بندي د مړه کېدو د پېښې پرضد مظاهره شوې ده.
د پاړه چنار پرېس کلب مخې ته په شوې مظاهره کې د مړه شوي کس کورنۍ او ځايي خلکو ګډون وکړ.
د بندي کورنۍ تور پورې کړی چې اسد علي د پوليسو له تشدده مړ شوی دی. په دې اړه پولیسو له خبرو کولو انکار کړی دی.
د مړه شوي کس عمر شل کاله وو او ټېکسي يې چلاوه. تر دې وړاندې هم د جنورۍ پر ۲۸ مه نېټه د پاړه چنار په زندان کې يو کس د پوليسو د ساتنې پر مهال مړ شوی وو. هغه وخت پوليسو د پېښې تحقيقات او په مبينه وژنه کې ککړو کسانو ته د سزا ورکولو اعلان کړی وو خو په دې اړه لا تراوسه څه مخې ته راغلي نه دي.

Share this page to Telegram

Comments