د پاکستان په واکمن ګوند او حکومت کې د لوړ پوړو کسانو تر منځ جدي اختلافات رسنیز شول

comments 0

6 Views

هندوکش ــ پاکستان: د پاکستان تحريک انصاف واکمن ګوند، خپل منځيوو اختلافاتو په اړه د وفاقي‌وزیر فواد چوهدري تر مرکې وروسته، وزیراعظم عمران خان خپلو غړو ته ويلي چې په دې اړه خبرې بهر ته نه وباسي.
د اطلاعاتو وزیر شبلي فراز د جون په ۲۳مه په يوه خبري غونډه کې وويل چې په همدغه ورځ په وفاقي‌کابينه کې په دې اړه بحث وشو.
هغه وويل: ((وزیراعظم عمران خان وويل چې د ګوند يووالی بايد قايم وساتل شي. د حکومت ښه کارکردګي‌د ټولو په مخ کې ده. وزیراعظم فواد چوهدري ته وويل چې هيڅ داسې خبره بايد بهر ونه شي چې پر ګوند يا حکومت یې اغېز پريوځي.))
د ساینس وزیر فواد چوهدري د جون په ۲۲مه امريکا غږ اردو سره په مرکه کې وويل چې د ګوند دننه د موجودو سختو اختلافاتو له وجې د دوی د حکومت کارکردګي خرابه ده او هغومره کار یې نه دی کړی د څومره چې ترې ولس تمه کوله. نوموړي زياته کړه چې په پاکستان کې د ملکي حکومت د واکدارۍ خبره کېږي خو په اوسمهال کې په صوبو کې د تحريک انصاف حکومتي چارواکي دومره کمزوري دي چې د ولسي حکومت برلاسي تر پوښتنې لاندې راولي.
چوهدري د خپل منځيو اختلافاتو په اړه زیاته کړه: ((د جهانګیرترين، اسد عمر او شاه محمود قرېشي ترمنځ جګړو ګوند او حکومت ته سخت زیان ورساوه. اول جهانګیر ترين صېب زور ولګاوه او اسد عمر یې ليري کړ. بيا چې اسد عمر بېرته کابینې ته راغی نو جهانګیرترين یې پسې واخیست. د دوی د دې جنګونو له وجې له حکومته سياسي خلک ووتل. د يوې نظریې ټېم پاتې نه شو. داسې خلکو ته واک په لاس ورغی چې د عمران خان د فکر سره یې هيڅ تړاو نشته.))
د سياسي چارو پوه او خبريال محمود جان بابر وايي د تحريک انصاف ترمنځ د اختلافاتو راښکاره کېدل په دې مانا دي چې د دې ګوند او حکومت راتلونکی ښه نه دی. ((اختلافات له پخوا راهيسې وو. په وفاق کې هم وو او‌په صوبو کې هم. په خېبر پښتونخوا کې هم په تحريک انصاف کې څو ګروپونه جوړ شوي وو. خو دا هر څه پټ په پټه وو. اوس یې دوی پخپله اظهار کوي. دا يوازې پېل دی. دا خبره به تر ليري ځي چې د دې ګوند لپاره ښه نه ده.))
د تحريک انصاف حکمران ګوند داخلي اختلافات په داسې وخت کې مخکې ته راغلي‌چې د دوی له حکومته، اتحادي نېشنل پارټي بېله شوې ده. د نېشنل پارټۍ مشر اختر مينګل د جون په ۲۲مه وويل چې حکومت ورسره د بلوچستان د پرمختګ او غېب کړل شوو کسانو د مسلې حل لپاره کړې وعدې نه دې پوره کړې نو ځکه ورسره نوره ملګرتيا نه کوي. دا ګوند په پارليمان کې ۴ او د په بلوچستان صوبايي‌اسمبلۍ کې لس غړي لري. حکومت د مينګل پخلا کولو لپاره هغه سره مذاکرات پېل کړي دي.
فروزان سیرت

Share this page to Telegram

Comments