د پاکستان په ملاتړ د هند په غچ کې پر ښوراب د طالبانو بريد / بريالی وياړ

comments 0

0 Views

کله چې هند پر پاکستان بريد وکړ؛ پاکستان سمدلاسه اعلان وکړ چې د هندوستان دا عمل د افغانستان پر سوله اغېز اچولی شي. د پاکستان مطلب دا و چې هند بايد له جګړې پر شا شي. که هند له دوئ سره جګړه غځولې وای، د پاکستان پام له طالبانو اوښت. هغه شرايط او غوښتنې يې هم نيمګړې پاتېدې چې د طالبانو په دستور يې د قطر په دوحه کې امريکايانو ته وړاندې کړې دي. هر ځل چې د هند او پاکستان ترمنځ جګړه شوې، پاکستان شرمونکې ماته خوړلې ده.
دا وار هم پاکستان ډار ونيو چې بيا له يوې بلې ماتې سره مخامخ نه شي. دا مهال د پاکستان لپاره وخت ډېر مهم دی. ځکه له خپلې ګېډې راوتلی امارت يې قطر ته لېږلی، له امريکايانو خپلې ګټې غواړي. د هند او پاکستان ترمنځ د ممکنه جګړې په نتيجه کې د افغانستان سولې ته اصلاً هيڅ زيان نه رسېږي. البته يوه بېره شته، هغه دا ده چې پاکستان پر طالبانو فشار واردوي چې په افغانستان کې خپلو تروريستي بريدونو ته زور ورکړي.
پاکستان خبره وکړه، خو اصلي خبره يې وکړه. ويل: د هند بريد چې پر موږ يې کوي، د افغانستان سولې ته زيان اړولي. پاکستان چې له دې خبرې يې ظاهراً هدف دا و چې يانې په سيمه کې د سولې او ثبات لپاره هڅې روانې دي، بايد جګړه ونه شي، خو واقيعت داسې نه دی. واقيعت دا دی چې پاکستان له هنده په ډار کې دی. دا ډار يې په دې څرګند کړ چې د نړۍ والو قدرتونو په تېره بيا د امريکا هم پام دې مسئلې ته راډېر کړي چې هند ته ووايي چې ګنې پر پاکستان له بريده ډډه وکړي.
سره له دې چې امريکا اعلان وکړ چې هند پر پاکستان نه بلکې د تروريستانو پر ځالګيو بمبار کړی، خو له دې اعلان سره پاکستان بيا بل اعلان وکړ چې له هند سره جګړه نکوي، ځکه د افغانستان پر سوله اغېز کوي. پاکستان ډېر مکار سياست کوي. واری کوي لاس تر شا نيسي. د دې باوجود دلته له څو خطرونو سره مخامخ شو. يو خطر يې دا و چې هند يې قلمرو ته ور داخل شو بريد يې پر وکړ. بل يې دا چې هلته يې پراته تر ۳۰۰ ډېر تروريستان او انتحاريان د هند له لوري په هلاکت ورسېدل. بله خطره يې دا احساسوله چې له لاسه يې امارت پر وتو دی. ځکه که هند په جګړه ورسره ښکېل شوی وای، پاکستان بيا پر طالبانو خپل حاکميت له لاسه ور کاوه، په خپل غم اخته کېده.
د دې ټولو خبرو باوجود د افغانستان حکومت په ډېرې هوښيارۍ سره اعلان وکړ چې د هند او پاکستان کړکېچ د افغانستان سولې ته هيڅ زيان نه رسوي. له يوې خوا امريکا وويل چې د هند بريد پر پاکستان نه بلکې پر تروريستانو و، بل پلو د افغانستان حکومت اعلان وکړ چې د دوئ خپلمنځئ مسئله زموږ پر سوله هيڅ اغېز نه شي کولی. دلته پاکستان له يوه بل شرم سره مخامخ شو. بيا يې نو د دې لپاره چې له هنده غچ واخلي، پر هند يې بريد نه شو کولی، مخ يې افغانستان ته را واړاوه.
دلته يې د امارت مزدورانو ته د هلمند پر ښوراب اډه د بريد پلان ورکړ. تر شلو ډېر تروريستان يې په امريکايي وسلو او درشيو سمبال کړل، د ښوراب پوځې اډې ته د ور ننوتو نقشه او ستراتيژي يې ورته جوړه کړه. پاکستان دغو انتحاريانو اجيرو غلامانو وته امر وکړ چې ښوراب ته ور ننوځي او هلته د افغان پوځ سرتېري په نښه کړي. پاکستان دلته بيا هم دې جګړه مارانو ته امر کړ و چې له امريکايي سرتېرو لري اووسي. ښوراب کې يوه ډله بهرني عسکر هم پراته دي. پاکستان له امريکې ډارېده که چېري په ښوراب کې د دوئ عسکر په نښه کړي، د دوحې غونډه به زيانمنه شي او پر پاکستان به فشارونه وارد شي.
طالبانو هم خپل مريتوب او غلامي په سمه توګه سرته ورسوله. د پاکستان د نقشې او پېچلي تکتيک له مخې يې ځانونه ښوارب اډې ته داخل کړل، خو له نېکه مرغه هلته يې هغو هدفونو ته ځان ونه رساوه چې دوئ ته يې پلان ورکړل شو. سره له دې چې نښته ډېره وغځېده، خو په کومه اندازه چې تروريستانو ته د تلفاتو دنده ورکړل شوې وه، دوئ هغې موخې ته ونه رسېده. افغان سرتېرو په ډېر مهارت سره يو – يو ډز کاوه چې تاسيساتو ته زيان ونه رسېږي، او سربېره پر دې يې د دې جګړه مارانو د ژوندي نيول کېدو هڅه کوله.
طالبان ورته ناست دي، اعلاميې خپروي چې د الخندق علمياتو په ګړندي بهير کې فدايان ښوراب ته ننوتلي مزدور عسکر وژني. دا هم ورسره زمزمه کوي چې ګنې تر ۱۰۰ کسه ډېر خارجيان يې وژلي دي. دا په ستره کچه د طالبانو درواغ دي. که دلته سل کسه امريکايان وژل شوي وای، د قطر دوحه به تړل شوې وای، امريکا به نېغ پر نېغه پر پاکستان بريد کړی وای. واقيعت دا دی چې دلته هيڅ امريکايي نه دی وژل شوی. البته طالبانو له دوئ لاره بېله کړې وه، ځانونه يې د افغان سرتېرو استوګنځي ته رسولي ول. د نښتو له ځايه يو کيلومټر امريکايي عسکر ګوښه ول.
دا د طالبانو جهاد دی، دا يې خپلواکي ده. هلته يې مشران په قطر کې له امريکايانو سره کت ځنګونه ناست دي خپلې شنې او تورې خوري، دلته يې جګړه ماران پوځي بېز ته داخل کړل شول، له امريکانو تېر شول، له افغانانو سره يې نښته وکړه. هر څوک چې لږه پوهه هم ولري پر دې پوهېږي چې دا بريد نه طالبان کولی شي، نه داسې پلان چمتو کولی شي. دا ډول پلانونه يواځې استخبارات جوړولی شي. طالبانو ته يې په دې نوم ښوراب ته د ننوتو دستور ورکړ چې په سنګين، ګرمسېر او نهرسراج کې يې غاښونه در مات کړل، دلته ورشئ، حمله پر وکړئ، مګر په خپله د پاکستان هدفونه دوه ول. يو يې دا چې خپله دا خبره يې ثابتوله چې د هند جګړه د افغانستان سولې ته زيان رسوي بل دا چې غوښتل يې نړۍ ته وښيي چې طالبان داسې قوت دی.
حقيقت دا دی چې طالبان نه قوت لري. نه داسې بريد کولی شي. که قوت يې درلودی، خو ها دی افغان سرتېري مخامخ ورسره جنګېږي، ولې ترې تښتي ولې نه ورسره جنګېږي. طالبان د پاکستان د لاس نيالګيان دي. دا دوئ چې د سولې په مسئله کې يوه دا خبره هم ډېره پورته کښته کوي چې د افغانستان خاوره دې د بل چا پر ضد نه کاريږي، اساسي هدف يې دا دی چې ډېورنډ دې ور پرېښودل شي، او د دې غاړې ولسونه دې له ها خوا سره خپلې کلتوري، دوديزې او ټولنيزې اړيکې پرې کړي
په دې کې يې بله مهمه موخه دا ده چې د ډېورنډ پر غاړه دې جګړه ختمه شي، او که فرضاً هلته له وسلوالو سره د هند حکومت مرسته کوي دا دې ودرول شي، او دغه رنګه دې له بلوڅانو سر هم خواخوږي نه کېږي.

Share this page to Telegram

Comments