د پاکستان په بلوچستان کې پر پولیسو برید شوې

comments 0

0 Views

هندوکش – بلوچستان: د بلوچستان په مرکز کوټه کې د چاودنې له امله څلور پولیس وژل شوي او لس نور ټپیان دي.
چارواکي وایي دا پېښه تېره شپه رامنځته شوې ده.
د پولیسو یو لوړ پوړي چارواکي عبدالرزاق چیمه ویلي، بم په یو موټرسایکل پورې تړل شوی و او د ریموټ کنټرول په واسطه د پولیسو موټر ته څېرمه چاودنه ورکړل شوې ده.
د پاکستاني طالبانو ویاند د برید پړه پر غاړه اخیستې ده. په تېرو دوو ورځو کې په پاکستان کې دا دویم خونړی برید دی چې پړه یې تحریک طالبان پاکستان پر غاړه اخلي.
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments