د پاکستان په بلوچستان کې انفجار ملکي وګړې وژلي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – پاکستان: پاکستاني رسنیز راپور ورکوي چې د یاد هیواد په بلوچستان ایالت کې لاسي بم له امله درې ماشومان وژل شوي او یو ټپي دې.
د رسنیو راپور له مخې، چاودنه دد بلوچستان ايالت په ناامنه خضدار سيمه کې شوې چې ماشومانو په لاره کې لاسي بم موندلی او په لاسونو راخيستی خو د چاودېدو په نتيجه کې يې درې ماشومان ځای پرځای مړه شوي او يو بل ژوبل شوی دی چې اوس د خضدار په نظامي روغ کې تر درملنه لاندې دی.
چاوراکي زياتوي چې ماشومانو پر لاسي بم د ساعتېري د توکي ګمان کړی و او په لاس کې له اخيستو سره سم چاودېدلی و. لېويز چارواکي د پېښي په اړه پلټنې کوي.
خضدار د بلوچستان يوه له ناامه سيمو څخه ده، او دا له کوټې وروسته دوهم لوی ښار دی.
ياده سيمه پخواني اعلی وزيرانو سرداراخترجان مېنګل او نواب ثناالله زهري پلرني ټاټوبی دی.
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments