د پاکستان په بالاکوټ کې د ترهګریزو کړنو مرکزونه بیا فعال شول

comments 0

48 Views

هندوکش – هندوستان: د هندي رسنیو خبرونو پر بنسټ او د هند ددفاع وزیر تازه څرګندونو له مخې، د هند استخباراتي معلومات ښيي،چې پاکستان د بالاکوټ سیمه کې د ترهګرو مرکزونه فعال کړي دي او دمګړی ۵۰۰ سخت دریځي هند ته د تګ لپاره تیار شوي دي.
نوموړي ویلي ددوی معلومات دقیق دي او پاکستان هڅه کوي د ترهګرو د روزنې او پیاوړي کولو له لارې په سیمه کې خپلې موخې وپالي.
بېپين راووت خبرداری ورکړی چې که پاکستان د هند پر وړاندې ناسم حرکت ترسره کړي نو دوی به سخت ځواب ورکړي.
دده په وینا هندي پوځيان د پاکستان له پولې سره نږدې تل د تیارسی په حال کې دي او هر ډول حرکت ته په خپل وخت ځواب ویلی شي.
محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments