د پاکستان پرضد ورته اقدام کیږي

comments 0

3194 Views

هندوکش – کابل: د افغانستان د هوايي چلن اداره وايي، که پاکستان د افغانستان د هوايي شرکتونو د الوتکو پرمخ د خپل هوايي حریم بندولو ته دوام ورکړي، افغانستان به هم ورته اقدام وکړي.

د افغانستان د ملکي هوايي چلن د ادارې رييس محمد قاسم وفايي زاده وايي، پاکستان د افغانستان د هوايي شرکتونو پر الوتکو خپل هوايي حریم د جنورۍ له اته ویشتمې را په دې خوا بند کړی دی.

د افغانستان د هوايي ملکي ادارې رييس وايي چې اوس پاکستان بیا ژمنه کړې چې د روان اپریل تر ۲۴ پورې به خپل هوايي حریم د افغانستان د الوتکو پر مخ پرانیزي.

وفايي زاده خبرداری ورکړ چې که پاکستان بیا هم خپل هوايي حریم پرا نه نیست، افغانستان به متقابل اقدام وکړي.

د ده په وینا د پاکستان د هوايي حریم د بندېدو له کبله افغان هوايي شرکتونو ۱۲ ملیون ډالره تاوان کړی دی.

سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments