د پاکستان وروستیو سیاسي پیښو په تړاو د افغان حکومت غبرګون

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د پاکستان صدراعظم نواز شریف له ګوښه کیدو وروسته د افغانستان بهرنیو چارو وزارت اسلام آباد سره د ښو اړیکو پر درلودو تینګار وکړ.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وایي چې: د نورو هېوادونو په سیاسي مسایلو کې د عدم مداخلې د سیاست له مخې، په پاکستان کې وروستي بدلونونه د هغه هېواد کورنۍ مسئله ګڼي او د هغه هېواد له حکومت سره پرښو اړیکو ټینګار کوي.
شکیب مستغني د بهرنیو چارو وزارت ویاند رسنیو ته وویل: د نورو هیوادونو په کورنیو چاروکې نه لاسوهنه د افغانستان حکومت پالیسي ده او مونږ غواړو پاکستان حکومت سره ښې اړیکې تینګې کړو.
نوموړي زیاته کړه چې : د پاکستان د صدراعظم چوکۍ ته د هر ممکن انتخاب په اړه د دوی دریځ نه بدلېږي او له هر نوی صدراعظم سره همکارۍ او ګډ کار ته لېوالتیا لري.
مستغني وویل چې د افغانستان غوښتنې له پاکستانه څرګندې دي او هر څوک چې په هغه هېواد کې د صدراعظم په توګه ټاکل کېږي، د افغانستان حکومت تمه لري چې له ترورېزم سره په مبارزه او د سیمه ییز امنیت په تامین کې به همکاري کوي.
جمعې ورځ فساد په تور د پاکستان صدراعظم محکمې لخوا بی اعتباره وګنل شو، چې له همدې لامله تیره ورځ نوموړي له خپلې ډندې استعفا ورکړه.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply