د پاکستان هوايي حریم قطر پر وړاندې هم تړل شوې دې

comments 0

53 Views

هندوکش – قطر: قطر ځايي رسنۍ وايي چې، د پاکستان لخوا د خپل هوايي حریم د تړولو نه وروسته يي نوموړي هیواد ته خپلې ټولې الوتنې ځنډولي دي.
د قطر بهرنیو چارو وزارت نه په خبرونو کې راغلي چې، د مساپرو او الوتکو د خوندیتوب په خاطر ټول تدابیر نیول شوي دي او مسئله د نږدې نه تعقیبوي.
د یادولو وړ ده چې د هندوستان او پاکستان ترمنځه په یو بل د هوايي بریدونو نه وروسته پاکستان تیره ورځ خپل ټول هوايي حریم وتړلو.
د هندوستان او پاکستان ترمنځه په اړیکو کې وروستۍ ستونزه د فبروري په ۱۴ مه نیټه په جمو کشمیر کې د هندي ځواکونو په کتار د ځانمرګي برید نه وروسته چې په ترڅ کې ۴۴ تنه هندي سرتیرو ژوند د لاسه ورکړ رامنځته شوه. هندوستان ددې برید پړه پر پاکستان واچوله او د غچ اخیستو پریکړه يي وکړه.
هندوستان دوه ورځې مخکې د پاکستان تر کنټرول لاندې په کشمیر کې د جیش المحمد د تندلارې ډلې په مرکزونو هوايي بریدونه وکړل.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments