د پاکستان شمالي وزیرستان کې د پوځ ۴ سرتيري وژل شوي

comments 0

86 Views

هندوکش ـ پاکستان: د پاکستان پوځ په علامیه کې وايي،چې تېره ورځ د پوځي عملیاتو پر مهال یاد سر تیري وژل شوي دي.
اعلامیه وايي،د دواړو تر منځ هغه مهال نښته رامنځه شوې، چې پوځیانو یې په مرانشاه کې د ترهګرو پټنځای عملیات تر سره کول.
پاکستان حکومت په ۲۰۱۴ کال کې په شمالي وزیرستان کې د سیمه ییزو او بهرنیو ترهګرو په وړاندې عملیات تر سره کړل.
سره له دې هم چې پاکستان په یاده سیمه کې عملیات تر سره کړل،خو یادې سیمه اوس هم د سیمه ییزو او بهرنیو ترهګرو پټنځایونه شتون لري او د پاکستان حکومت د خپل عملیات بریالي بولي،خو په شمالي وزیرستان کې تر عملیاتو وروسته هم د سیمه ییزو او بهرنیو ترهګرو لپارد امن پټنځایونو او هدفي وژنو او ماین چاودنو شاهد دی.
فروزان سیرت

Share this page to Telegram

Comments