د پاکستان راولپنډي کې ترافیکې پیښې 37 کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

comments 0

21 Views

هندوکش – پاکستان: له پاکستاني رسنیو نه په خبرونو کې راغلي چې، د یوه بس د چپه کېدو له امله ۳۷ مسافرو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د رسنیو په حواله، د راپورونو له مخې بس ډوله موټر چې راولپېنډۍ ته پر لاره و، په غرنۍ سیمه کې د تخنیکي ستونزې له امله له مسیر وتلی او کندې ته لوېدلی دی.
په پېښه کې ۲۲ مسافر وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.
ځايي پولیس وايي چې په دغه مسافر وړونکي موټر کې تخنیکي ستونزه رامنځ ته شوې او له امله یې موټر کندې ته لوېدلی دی. سرچینې وايي سیمه غرنۍ ده، نو ځکه د ژغورلو عملیات هم له ستونزو سره مخ شوي وو.
په پاکستان کې غرنۍ لارې ډېرې دي چې تر ډېره په معیاري توګه نه دي جوړې شوې نو له امله یې وخت ناوخت ددغه ډول پېښو راپورونه ورکول کېږي.
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments