د پاکستان د کرکټ ۱۰ لوبغاړي په کرونا اخته شوي

comments 0

4 Views

هندوکش ـــ پاکستان: د پاکستان د کرکټ بورډ په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د دغه هېواد د ملي لوبډلې د یو شمېر لوبغاړو د کروناویروس معاینات یې مثبت وو.
په هغو لوبغاړو کې چې په کرونا اخته شوي دي فخرالزمان، عمران خان، کاشف بټي، محمد حفیظ، محمد حسنین، محمد رضوان، وهاب ریاض، شاداب خان، حیدر علي او حارث روف شامل دي.
د دې ترڅنګ د پاکستان د ملي لوبډلې د اداري برخې یو مامور هم په کرونا اخته شوی دی.
پاکستان داسې مهال په کرونا ویروس د خپلو لوبغاړو د اخته کېدو خبر ورکوي چې د دغه هېواد ۲۹ لوبغاړي په پاکستان کې په تمرینونو بوخت دي.
د پاکستان د کرکټ لوبغاړي دا تمرینونه له انګلنډ سره د دریو ټست او دریو ۲۰ اوریزو سیالیو لپاره کوي چې بله میاشت دي.
د پاکستان کرکټ بورډ وايي په کرونا اخته شوي لوبغاړي به یې ۱۴ ورځې له نورو جلا اوسیږي.
تر دې مخکې د پاکستان د کرکټ د ملي لوبډلې پخواني کپتان شاهد اپریدي هم اعلان کړی و چې د کرونا په ویروس اخته شوی دی.
فروزان سیرت

Share this page to Telegram

Comments