د پاکستان د راولپنډۍ – الشفا روغتون –خلک ړانده کړي

comments 0

6889 Views

هندوکش ــ پاکستان: په پاکستان کې یو شمېر کسان وايي په راولپنډۍ کې موجود د سترګو له روغتون -الشفا ټرسټ ايي هسپتال – څخه تر علاج کولو وروسته ړانده شوي دي.
د پاکستان تر انتظام لاندې کشمير باغ ضلعې منظوراحمد کياني وويل چې د سترګو تکليف له کبله په راولپنډۍ کې الشفا ټرست ايي هسپتال ته د علاج لپاره ورغلی او ډاکټرانو تر کتلو وروسته په سترګو کې څاڅکي ور اچولي چې له کبله یې د ده په وینا او ړوند شوی دی.
ده زیاته کړه چې اوس ډاکټرانو ورته ویلي چې بينايي یې په مکمله توګه او د همېشه لپاره ختمه شوې ده.
نوموړي د هسپتال پر ډاکټرانو تور پورې کړ چې يو شمير نور مريضان یې هم په ورته توګه له بېنايۍ محروم کړي دي.
بلخوا د پاکستان ډان ورځپاڼې په خپل يو راپور کې ليکلي دي چې هسپتال ته د علاج لپاره راغلي تر ۸۰ پورې مريضانو دا تور پورې کړی چې په ياد هسپتال کې تر عملياتو وروسته ډاکټرانو ورته په سترګو کې څاڅکي واچول چې له کبله یې لومړی په سترګو کې انفيکشن شوی او بيا يې بينايي ختمه شوه.
فروزان سیرت

Share this page to Telegram

Comments