د پاکستان بهرنیو چارو وزیر کابل ته راورسېد

comments 0

0 Views

هندوکش – پاکستان: د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ولسمشرۍ ماڼۍ ته رسېدلی څو له ولسمشر غني سره وګوري.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت مرستیال تهمینه جنجوعه هم د قریشي ملتیا کوي.
قریشي به د افغانستان ولسمشر په ګډون له لوړپوړو چارواکو سره وګوري.
دا د پاکستان بهرنیو چارو وزیر لومړنی بهرنی سفر دی چې افغانستان ته یې کوي.
د پآکستان د بهرنیو چارو وزیر په رسمي بلنه کابل ته راغلی چې د دواړو هېوادونو په دوه اړخیزه اړیکو او همکاریو باندې خبرې وکړي.
افغان حکومت تمه لري چې د پاکستان نوې ملکي اداره به ورسره همکاري وکړي او ترهګرۍ ضد مبارزه کې به یې لاسنیوی وکړي.
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments