د پاکستان بد اقتصادي وضعیت خلک لاچارې کړي

comments 0

7 Views

هندوکش – پاکستان: د پاکستاني چارواکو په خبره، ښایي په نږدې راتلونکي کې پاکستان کې د ګرانۍ کچه نوره هم لوړه شي.
د اقتصادي چارو کارپوهان بیا په دې اړه اندېښمن دي او زیاتوي، د سون توکو او خوراکي توکو د بیو لوړېدو منځنۍ طبقه او بې وزله وګړي له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان کړي دي او که دا چاره همداسې دوام وکړي ښایي حکومت یې له نه جبرانېدونکو پایلو سره مخ شي.
د پېښور پوهنتون د اقتصاد څانګې مشر ذلاکت خان ویلي، وېره ده چې راتلونکو ورځو کې د ګرانۍ کچه نوره هم زیاته شي.
د هغه په خبره روان وضعیت ته په کتو ښایي د ګرانۍ کچه تر ۱۳ سلنه پورې لوړه شي. نوموړي زیاته کړې پاکستانی حکومت باید د ګرانۍ روانې کچې ته پام وکړي او د خلکو ژوند له ګواښونو سره مخ نه کړي.
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments