د پاکستان استخباراتي شبکې، افغانستان کې دداعش ډلې ترمنځ اختلافات پورته کړي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – امریکا: آی اس آی یا د پاکستان استخباراتي شبکې د داعش ډلې جنګیالیو ترمنځ اختلافات پیدا کړي دي.
اسوشیتید پرس نه په خپور شوي خبر کې راغلي چې دغې خبري شبکې ته د داعش ډلې د خراسان څانګې د یوه مهم قوماندان لیک په لاس کې ورغلې دې.
د اسوشیتډ پرس په دغه لیک کې ویل شوي چې پاکستان په افغانستان کې د داعش جنګیالیو په لیکو کې اختلافات په لاره اچوي او دغې ډلې نه کلک ملاتړ کوي.
په لیک کې ویل شوي دي چې دداعش ازبکو او پاکستاني جنګیالیو ترمنځ چې د پاکستان د استخباراتو کلک ملاتړ ورسره دې اختلافات ورځ تر بلې د ډیریدو په حال کې دي.
دغه لیک چې د معاویه په نوم یو ازبکستاني داعشي قوماندان لاسلیک کرې پکې راغلي دي چې د عبدالحسیب تر وژل کیدو وروسته په افغانستان کې د داعش مشري اسلام فاروقي ته باید وسپارل شي، خو معاویه ازبکستاني پخپل لیک کې دا خبره تش شایعات بللي او ویلي دي چې د پاکستان استخباراتي شبکه دغو شایعاتو کې مهم رول لوبولې او پاکستان استخباراتي شبکه د داعش ډلي ملاتر کوي.
داسې ویل کږي چې د مرکزي آسیا او افغانستان داعشیان په دې هڅه کې دي چې د داعش مشري پاکستان استخباراتي شبکې لاسته و نه لویږي.
که څه هم په ورستیو کې د داعش ۴۰ قوماندانانو د ډیورنډ کرښې پورې غاړې په قبایلي سیمو کې یوه ناسته کړې وه خو داسې معلومیږي چې اختلافات د ژورکیدو په حالت کې دي.
افغان حکومت په داسې حال کې د پاکستان سرحد ته نژدې داعش وسله والو سره جنګیږي چې داعش ډله په دې هڅه کې ده چې د ننګرهار ولایت بتې کوت، شیرزاد، مهمنددره او اچین ولسوالیو کې خپل پتنځایونه فعال کړي.
فکور نعیمی – امریکا

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *