د پاکستاني ځواکونو لخوا د بلوڅ زده کوونکي د وژنې پر ضد مظاهرې

comments 0

4 Views

هندوکش ــ پاکستان: د کراچۍ پوهنتون زده کوونکی حيات بلوڅ د اېف سي ځواک یوه سرتېري د اګست پر ۱۳مه په تربت ښار کې په ډزو وژلی وو. هغه داسې مهال ووژل شو چې مور او پلار یې هم ولاړ ول. په ټولنيزو رسنيو خپور شوي عکس کې ښکاري چې حیات بلوڅ په وينو کې لت پت پروت دی، مور او پلار يې ورته ناست دي.
د وژل شوي زده کوونکي ورور مراد خان وويل چې تر پېښې وروسته يې د مور او پار ذهني حالت اوس هم ښه نه دی، ځکه چې زوی يې پاکستاني ځواکونو د هغوی تر مخ وواژه.
“زما د پلار او مور طبیعت ښه نه دی ځکه چې زوی يې د هغو مخې ته ووژل شو. دوی يوازې دا غواړي چې قاتل ته دې سزا ورکړل شي. که له موږ سره انصاف وشي نو بیا به بل غريب کس نه وژل کېږي.”
په ټولنيزو رسنيو د حیات بلوڅ د پلار او مور مخې ته د وژل کېدو عکس ته سخت غبرګون ښودل شوی. مدني فعالانو، سیاسي ګوندونو پر ټولنيزو رسنيو او د سنا په غونډه کې هم دا موضوع راپورته کړې ده.
د پاکستان بشري حقونو وزيرې شېرين مزاري هم په قامي اسمبلۍ کې د وينا پر مهال د حيات بلوڅ وژنه وغندله او د پاکستاني ځواکونو لخوا یې پر دا ډول وژنو سخته خواشیني څرګنده کړه.
د دې پېښې پرضد د پاکستان په بېلا بېلو ښارونو کې مظاهرې شوې دي. د اګست پر ۲۲مه نېټه په کراچۍ، اسلام اباد، ګوادر او تربت کې په لسګونه کسان سړکونو ته وتلي ول او د حيات بلوڅ کورنۍ ته يې د انصاف ورکولو غوښتنه کوله.
په مظاهره کې ښځو او زده کوونکيو په لوی شمېر کې ګډون وکړ او غوښتنه يې کوله چې نيول شوي کس ته دې سزا ورکړل شي.
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments