د پاکستاني پوځ ۱۱ سرتیري په یو برید کې ووژل شول

comments 0

3 Views

هندوکش ـ پاکستان: لږ تر لږه اووه تنه پاکستاني امنيتي‌ کسان هغه مهال ووژل شول چې وسلوالو د بلوچستان پر يوې امنيتي پوستې باندې بريد وکړ.‌ په دغه آيالت کې د کلونو راهيسې پاڅون روان دی.‌ دغه خبره پوځ کړې ده.
چارواکو ويلي دی چې وسلوالو د بلوچستان آيالت په هرنۍ ضلع يا ولسوالۍ کې د سرحدي ځواکونو پر يوې پوستې باندې بريد وروړی دی. د پوليسو يوه افسر، شاه ولي ترين،‌‌ د دغه بريد تلفات لا لوړ وبلل.
هغه وويل چې د ډزو په تبادله کې چې د يکشنبې په ورځې په سهار شوې ده، شپږ تنه پوځي ځواکونه او دوه شخصي ساتونکي وژل شوي دي.
د هغه په خبره شپږ نور ځواکونه په دغه بريد کې سخت ټپيان شوي هم دي.
د ترين په وينا، بريدکوونکي له سيمې تښتېدلي او غرونو ته يې مخه کړې ده مخکې له دې چې نور امنيتي ځواکونه د ملاتړ په موخه ورورسيږي.
پر امنيتي ځواکونو دغه بريد یوه ورځ وروسته له هغه کيږي چې د فوټبال يوه ميدان ته څېرمه بم چاودلی وو چې دوه تنه نندارچيان پکې ووژل او شپږ نور تنه پکې د بلوچستان په بنجګور ضلع کې زخميان شول.
هيڅ کومې ډلې د دواړو بريدونو پړه منلې نه ده. خو بلوچستان د يوې لسيزې څخه زيات وخت د يوه پاڅون شاهد دی چې بلوڅ بېلتون غوښتونکي پکې د خپلواکۍ د پاره جنګيږي او د دغه آيالت د ګازو او معدنونو په سرچينو کې خپله ونډه غواړي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون هم د پوځ چورلکه لوېدلې چې څلور عسکر پکې مړه شوي وو.
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments