د پاکستاني پوځ چورلکه نسکوره شوې او څلور کسان پکې وژل شوي

comments 0

3 Views

هندوکش ـ پاکستان: د پاکستان پوځ تایید کړې، چې یوه پوځي چورلکه یې لوېدلې، دوه پيلوټان او دوه سرتېري په کې وژل شوي دي.
د پاکستان د پوځ مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه چورلکه نن یکشنبې د مرغومي ۷ مه د ګلکت په بالیستان سیمه د تخنکي ستونزو له امله پرېوتې ده.
د پوځ په اعلامیه کې راغلي چې هلیکوپټره په سیمه کې د پاکستان د یوه وژل شوي عسکر د را انتقالولو لپاره تللې وه چې سقوط یې کړی دی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دغه پېښه کې دوه پیلوټان او دوه سرتېري وژل شوي او چورلکه هم بشپړ ډول له منځه تللې ده.
دا په دې وروستیو کې د پاکستان د پوځ څلورمه هلیکوپټره ده چې د تخنیکي ستونزو له مله لویږي.
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments