د پاکستاني پوځ او استخباراتي ادارو لخوا د زرګونو وړل شویو کسانو لا هم د مرګ او ژوند درک نشته

comments 0

315 Views

هندوکش ــ پاکستان: د ۲۰۰۹ز کال د فبروري پر ۱۳مه ۳۲ کلن جليل رېکي د بلوچستان له کوټې ښار څخه له خپله کوره په زوره وتښتول شو او درې کاله وروسته يې له ايران سره نيږدې په مند سرحدي سيمه کې مړی وموندل شو.
د هغه ۸۰ کلن پلار او په پاکستان کې د لاردکه کړل شوو بلوڅانو د راخوشې کولو لپاره غږ پورته کوونکي سازمان “وايس فار بلوچ ميسينګ پرسنز” مشر ماما عبدالقدير بلوڅ وايي چې زوی يې له هېليکاپټره راغورځول شوی و او د بدن هډوکي يې مات ول.
د ماما قدير په شان په پاکستان کې زرګونه نور داسې کسان شته چې خپلوان يې تری تم شوي او له کلونه وروسته يې لا هم هېڅ درک نه دی معلوم خو د ځېنو بيا مړي موندل شوي دي. دوی د خپلوانو د برمته کولو تر شا د پاکستان استخباراتي او امنيتي ادارې لاس لري.
ماما قدير د ده په شان له ځېنو نورو کسانو سره په ۲۰۰۹ز کال کې د کوټې پرېس کلب مخې ته د خلکو تری تم کولو لړۍ درولو او د برمته شوو کسانو د خوشې کولو لپاره احتجاجي کېمپ ولګاوه چې نن (د اګست پر ۳۰مه يې) ۴۰۵۴مه ورځ ده.
د دې کېمپ يوه ګډونواله سيما بلوڅ وايي د پاکستان امنيتي ځواکونو د ۲۰۱۶ز کال د اکتوبر پر څلورمه د بلوچستان په تربت سيمه کې د يوې چاپې پر مهال د هغې ۲۴ کلن ورور شبير بلوڅ له ۲۵ نورو کسانو سره ونيوه. وروسته ۲۵ کسان خوشې کړل شول خو د هغې د پوهنتون زده کوونکی ورور لا هم ورک دی.
سيما له دې پېښې څو مياشتې وروسته د شبير بلوڅ له مېرمنې (خپلې ورېندارې) سره يو ځای په کوټه کې احتجاجي کېمپ ته ورغله خو د هغې په خبره حکومت د احتجاجي کېمپ پرېښودو په بدل کې د هغې د ورور ورخوشې کولو باور ورکړ.
پر کور د يونيم کال له انتظار وروسته چې کله د هغې د ورور درک معلوم نه شو نو سيما بلوڅ او د هغې ورېنداره يو ځل بيا د روان ۲۰۲۰ز کال د جون له ۲۶مې راهيسې په دغه احتجاجي کېمپ کې ګډون کوي. هغه وايي د ورور له نيولو وروسته يې کورنۍ له کړاوه تېريږي.
“زموږ لپاره يوه شېبه تر يوه کال هم اوږده وي چې خدای خبر ورور به مې چيرته او په حال کې څه وي؟ دومره دردېدلي يو چې بيانولی يې نه شو. مور مې هره ورځ ژاړي او وايي، زوی به مې کله راځي؟ هغې ته ډاډ ورکوو خو اوس هغه په ډاډ هم نه غلې کېږي.”
سيما زياتوي، هغه په کور کې بل مشر ورور نه لري نو له مجبورۍ له خپلې ورېنداري سره يو ځای په احتجاجي کېمپ کې د دې لپاره ناسته ده چې له ورور او نورو تری تم کړل شوو کسانو سره يې له قانون سره سم چلند وکړل شي.
“موږ خو دلته احتجاج کوو او له حکومته غوښتنه کوو چې که چيرې د دوی په اند زما ورور يو جرم کړی وي نو تاسو يې عدالتونو ته راولئ. له قانون سره سم هغوی ته سزا ورکړئ. خو دوی موږ ته دا هم نه راښيي چې هغه چيرته دی او ايا جوړ روغ دی او که نه؟”
په پاکستان کې په زوره د خلکو ورکولو لړۍ له ډېرې مودې راهيسې روانه ده خو د دې هېواد د پخواني پوځي واکمن پروېز مشرف په دور [۱۹۹۹-۲۰۰۸ز] کې په دې کې زياتوالی راغلی. په لادرکه شويو کسانو کې زده کوونکي، وکيلان، سياسي او مدني فعالان، خبريالان، شامل دي.
ماما عبدالقدير بلوڅ ادعا کوي چې د دوی د سازمان لخوا د راټولو شوو شمېرو او اسنادو پر اساس له ۲۰۰۰ز کال څخه بيا د ۲۰۲۰ز کال د اګست تر ۳۰مې نېټې ۵۴۰۰۰ بلوڅان لادرکه شوي دي.
“په لادرکه شوو کسانو کې د ۷۰ کالو د عمر خلک هم شته، د ۲۵ کالو هم شته او د ۱۲ کالو د عمر شته خو اوس هم [د امنيتي ادارو] عمليات روان دي او خلک لادرکه کېږي او مړي يې موندل کېږي.”
نوموړی زياتوي چې د دغو کسانو له جملې څخه ۱۸۰۰۰ وژل شوي چې په هغوی کې د ځېنو خراب شوي مړي موندل شوي او ځېنې بيا د هدفي وژنو ښکار شوي دي.
د خلکو تری تم کېدو پرضد د پښتون ژغورنې غورځنګ فعاليت
د دې غورځنګ يو مخکښ او د لادرکه کسانو په اړه معلومات راغونډوونکی عالمزېب خان مسيد دوه ځله زنداني شوی دی. نوموړی وايي چې دوی په قبايلي سيمو کې د ۵۰۰۰ لادرک شويو کسانو په اړه معلومات راغونډ کړي خو زرګونه نور هم شته چې د ده په خبره پر دوی د لګېدلو بندېزونو له کبله لا تر اوسه نه دې ور رسېدلي.
د عالمزېب په وينا د پښتون ژغورنې غورځنګ د فعاليت په نتيجه کې له هغې جملې له ۱،۸۰۰ تر ۲،۰۰۰ پورې کسان خوشې شوي دي.
“د دغه (خوشې کړل شوو) خلکو سره چې زما خبره وشوه نو دوی ته يې ويلي وو چې موږ تاسو خوشې کوو، خو خبرداری يې ورکړی و چې يو غورځنګ [پښتون ژغورنې غورځنګ] جوړ شوی دی، هغوی ته به هېڅکله نه ورځئ او نه به هېڅ ډول حال ورته واياست چې تاسو چا وړي واست او ولې يې وړي واست.”
نوموړی زياتوي چې پر هغوی ډېرې سختۍ تيرې شوي وې نو ده نه غوښتل چې د مرکې په کولو سره هغوی ته نورې ستونزې جوړې کړي.
که څه هم په پاکستان کې دننه او دباندې د بشري حقونو سازمانونو په وار وار د دې هېواد پر حکومت او امنيتي ادارو په زوره د خلکو لاردرکه کولو لړۍ درولو غږ کړی او دا عمل يې د بشري حقونو ضد بللی خو دا ستونزه لا تر اوسه “ناحل” پاتې ده.
فروزان سیرت

Share this page to Telegram

Comments