د پاکستاني پوځیانولخوا بریدونه نور افغان ولس ته د زغملو وړ ندي! سید عبدالله پاچا

comments 0

0 Views

لکه څنګه چې تاسو پوهیږۍ زموږ ګران هېوا د افغانستان د اوږدې مودي راهیسې د پردیو په ځانګړي توګه دپاکستان داستخباراتې کړۍ دتوطیو او دسیسو ښکار دی اوتل یې هڅه کړي ترڅو افغانان په یوه اوبل نامه له کړاونو او ناخوالو سره مخ کړي او دخپلو ناوړو موخو دپلي کیدو په خاطر یې دترهګرو ملاتړ او په خپله خاوره کې یې روزنیز مرکزونه جوړ اوبیایې دمظلومو افغانانو د وژلو په موخه زموږ خاوري ته رواستوي دا هغه حقیقت دی چې ددی هېواد هر وګړۍ یې احساسوي، چې پاکستان د ترهګرو ډلو یو ملاتړ کوونکي او روزنکي هیواد دې او تل یې هڅه کړي تر څو د دغو ترهګرو ډلو په مټ په سیمه او په ځانګړی توګه په افغانستان کې یو لړ ترهګریزي کړنې ترسره کړي، خو پاکستان نه یوازې دا چې افغانستان ته یې د ترهګرو ډلو په رارلیږلو بسنه نده کړي تل یې زمونږ پر سرحدي سیمو باندې د توغندیو په توغولو سره د نړیوالو قوانینو پر خلاف زمونږ پر خاوره او حریم باندې ښکاره یرغل کړی چې په دې وروستیو ورځو کې یو ځل بیا د کنړولایت په سرحدي سیمو باندې په سلګونو توغندي توغولي دي.
دا چې اوس مهال هرڅه افغانانو ته روښانه دی خپل دوست او دښمن یې په ښه توګه درک کړئ او پدی پوهیدلي چې په افغانستان کې د څلور لسیزو ناخوالو او ناورین اصلی لامل څوګ او کوم ګاونډی هیواد دی، نه یوازی داچې افغانان پدی ستر حقیقت پوهیدلی بلکه نړیوالو هم درک کړي چې پاکستان د ترهګرو اصلی حامی او روزونکی هیواد دی همدا وجه ده چې نن پاکستان ته د یو ترهګریز هیواد په توګه کتل کیږي، هاند دا چې په دې له اوږدې مودې راهیسي نړیوالې ټولنې او د امریکا متحده ایالاتو چارواکو پاکستان له تروریزم څخه په ملاتړ تورن کړی او تر دې چې د له تروریزم څخه د ملاتړ هیوادونو په لست کې هم شامل کړ.
له بلې خوا افغان ولس تمه درلوده چې د پاکستان د لومړی وزیر سفر کابل ته او د افغان چارواکو سره د سولې او له تروریزم او ترهګرو ډلو سره د مبارزې په اړه د خبرو اترو تر څنګ د افغانستان سرحدي سیمو باندې د پاکستانی پوځیانو لخوا د توغندیزو بریدونو په هکله هم د دواړو خواوو لخوا ټینکار وشو چې وروسته له دې به دا عمل نه ترسره کیږي ، خو له بده مرغه چې د پاکستاني چارواکو دا سفر هم د تیرو سفرونو په شان یو بې پایلي سفر وو او د کنړ ولایت په سرحدي سیمو بانډې د سلګونو توغندیزو دوامدار توغولو یو ځل بیا دا په ډاګه کړه چې پاکستانی چارواکي او پوځیان هیڅکله هم په خپلو ویناو کې ریښتیني ندي او تل دوه مخې سیاست لوبوي چې د دغو ړندو بریدونو په ترڅ کې زمونږ یو شمیر مظلوم او بی ګناه هیوادوال شهیدان او ټپیان شوي او سلګونو کورنې د خپلو سیمو پریښودو ته اړ شوي دي.
نو له همدې امله د افغانستان خلک یو ځل بیا په پاکستاني چارواکو غږ کوي چې د نړیوالو قوانینو په رڼا کې د افغانستان ملي حاکمیت ته درناوې وکړي او له نړیوالې ټولني څخه غواړي تر څو د پاکستاني پوځیانو د یرغل او خپلسریو مخنیوي وکړي او دافغانستان مرزي کرښو ته درناوې وکړي، پرته له هغه د وروستیو بدو عواقبو او پایلو مسوولیت به یې د پاکستاني چارواکو په غاړه وي، ځکه چې نور افغان ولس ته په سرحدي سیمو باندې تیری د دوي لخوا بریدونه د زغملو وړ ندي.

Share this page to Telegram

Comments