د پاکستاني پولیسو لخوا د پښتانو ځوانانو د وژنو دوام

comments 0

3 Views

هندوکش ــ پاکستان: د دېرش کلن عرفان الله اپرېدي مړی خپلې کورنې ته وسپارل شو. کورنۍ یې دعوا کوي چې نوموړی د پولیسو په ساتنه کې وژل شوی.
د دوی په وینا چې عرفان الله اپرېدی د مې میاشتې په وروستیو ورځو کې هغه مهال لا درکه شو چې په جمرود کې د تعلیم دفتره ته د خپلې نوکرۍ ارډر اخېستلو لپاره تللی وو. کورنۍ یې وایي د جون پر لومړۍ(۱) نېټه یې د خیبر پولیسو ته خبرتیا ورکړې وه او پرېس کانفرنس یې هم کړی وو.
خو په پیښور کې د تره ګرۍ ضد څانګه (سي ټي ډي) وایي د جون پر ۲۳ نیټه یې د پېښور په متنو غازي آباد کې د لټون عملیاتو پر مهال څلور وسلوال وژلي چې عرفان هم پکې شامل وو. دوی وایي اول پرې له یوه کوره دې وسلوالو ډزې کړې وې او بیا د پولیسو په ځوابي ډزو کې په نښه شول خو کورنۍ یې دا اداعا ردوي.
بېګا د خیبر سیاسي اتحاد مشرانو او ځایي فعالانو په باړه بازار کې تر ناوخته د وژلي عرفان الله اپرېدي مړی په احتجاج پر سرک ایښی وو او د شپې ناوخته یې جنازه وشوه چې وروسته په خپل کلي ملک دینخېلو کې یې خاورو ته وسپارلی. خو د هغه د مشکوکې وژنې خلاف نن هم احتجاج دی. دوی غوښتنه کړې چې د دغې پېښې دې عدالتي پلټنې وشي.
د سږني ۲۰۲۰ ز کال د فبرورۍ پر ۲۲مه نېټه هم د پېښور ترهګري ضد ځواکپه يوه خبر پاڼه کې ادعا کړې وه چې د خیبر په رېګي سيمه کې يې د عملياتو پر مهال د دوی په وينا پنځه مشکوک ترهګر وژلي چې پکې یو ځوان عدنان شینواری هم وو.
خو د عدنان کورنۍ بيا تور پورې کوي چې امنيتي ځواکونو شاوخوا درې مياشتې وړاندې عدنان د چاپې پر مهال په مختارخيلو سيمه کې له خپله کوره وړی وو او په حراست يې ساتلی وو. د عدنان شینواري کورنۍ ته د انصاف ورکولو لپاره څو ورځې پرلپسې احتجاجونه وشول چې وروسته یې سرکار غوښتنې ومنلې.
خاطر شینواری، خیبر
پروسږ یانې د ۲۰۱۹ ز کال د ډېسېمبر میاشتې پر ۲۱مه نېټه د خیبر په پسیدخېلو کلي ځوان خاطر خان شینواری په هغه سیمه کې د اېف سي ځواک پر عسکرو د یوې بمي چاودنې په تور له ۱۹ نورو کسانو سره نیول شوی وو.
د نوموړي د کورنۍ غړي وایي چې خاطر شینواری د اېف سي ځواک له تشدده وژل شوی دی او مړی یې دوی ته د ډېسېمبر پر ۲۳ نېټه وسپارلی خو د اېف سي ځواک چارواکو ویلي دي چې هغه له حراستي مرکزه د تښتېدو په وخت د پرېوتو له امله مړ شوی دی.
پروسږ د ۲۰۱۹ز کال د نومبر میاشتې پر ۲۷مه نېټه د شمالي وزیرستان په همځوڼۍ کې د ماین له یوې چاودنې پس پاکستانیو پوځیانو د سیمې لس ځوانان له ځان سره بیولي ول چې پکې یو ځوان رضاالله هم وو چې د کورنۍ په ادعا د امنیتي ځواکونو په حراست کې له تشدده مړ شوی وو. د هغه د مشکوکه وژنې خلاف بیا بیا لوی پرلتونه ووهل شول.
وروسته د شمالي وزیرستان د مرستیال کمېشنر له دفتره خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلل چې د پښتون ژغورنې غورځنګ پرلتوالو او انتظامي چارواکیو ترمنځ پر څلورو نکتو خبرې په کامیابۍ سره پای ته رسېدلي دي.
دوهم: تر چادونې پس به ځايي وګړي نه شکنجه کېږي، د ځايي مشرانو له سپیناوي او باور وروسته به په شک نیول شوي ځايي کسان پرېښودل کېږي.
درېم:له (۶م دیسېمبره ۲۰۱۹) به د تورو شیشو ګاډو خلاف ګام اخېستل کېږي او هېڅوک به نه پرېښودل کېږي چې د خپلو ګاډو شیشې تورې کړي.
څلورم: د رضاءالله د وژنې قضیه به پلټل کېږي او د ځايي ادارې له لارې به د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرتابه په ورستي پرمختګ خبره ساتل کېږي.
کراچۍ سهراب ګوټ سيمه کې د ۲۰۱۸ ز کال د جنورۍ میاشتې پر ۱۳مه نېټه د جنوبي وزيرستان مکين تحصيل يو ځوان نقيب الله مسود وژل شوی او خپلوان يې د وژنې تور پر پوليسو لګوي. خو هغه وخت پولیسو ادعا کوله چې د تحریک طالبان پاکستان یو غړی نقیب الله مسود چې اصلي نوم یې نسیم الله دی له دوی سره په مقابله کې وژل شوی دی.
د کورنۍ يو غړی نور رحمان یې تور لګاوه چې د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) اهلکار په سپينه جامه کې راغلي وو او نقیب مسود یې له دوکانه يي اوچت کړی وو.
د ۲۶ کلن نقيب مسود له ۲۰۱۰ ز کاله بیا تر ۲۰۱۸ ز کاله چې وژل کېدو په کراچۍ کې مېشت وو. د هغه د کورنۍ يو غړي مشال راډيو ته ویلي ول چې نقيب مسودد کراچۍ په سټيل مل کې مزدروي کوله او په هغو پیسو یې په سهراب ګوټ سيمه کې د جامو خپل دوکان جوړولو.
که څه هم د نقیب الله مسود د وژنې په تور د هغه وخت د کراچۍ سهراب ګوټ اېس اېس پي له خپلې دندې لیرې کړل شو خو لاهم د نقیب کورنۍ ته انصاف نه دی ورکړل شوی.
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments