د پاکستاني ریاست ضد لاریونونه دوام لري

comments 0

0 Views

هندوکش – پښتوخواه: د پآکستان پوځ هغه برید سخت غبرګونونه راپورته کړي چې د یکشنبې ورځ یې د پښتون غورځنګ په لاریون کړي دي.
د خیبرپښتونخوا بیلابیلو سیمو کې خلک سړکونو ته وتلي او د اعتراض په ډول یې شعارونه ورکول.
پښتون غورځنګ له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د پاکستان د پوځ د ظلمونو مخه ونیسي.
د پښتون غورځنګ په مشر منظور پښتون له رسنیو سره خبرو کې ویلي چې پاکستاني ریات د پښتنو صبر ازمايي او هر کله یې تشدد ته هڅوي.
پښتون ویلي چې دوی به د سوله ییزې لارې هڅه وکړي چې حقوق ترلاسه کړي، خو که د پوځ ظلمونه دوام پيدا کړي پښتانه به تشدد ته مجبور شي چې د پوځ پرضد اقدام وکړی.
د یکشنبې ورځې ډزو کې ۱۳ پښتانه شهیدان شوي او ۴۰ نور ټپيان دي.
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments