د پاني پت دریمه جګړه د جنورۍ څوارلسمه کال ۱۷۶۱ / ژباړه : جاوید امیري

comments 0

0 Views

لنډيز
په کال 1981 کې هغه مهال چې په هند کې مې زده کړې کولې ، امرتسر ته مې یو سفر درلود، زمونږ د اورګاډي قطار له ډهلي تر حرکت وروسته یو استیشن ته ورسېد د اورګاډي له هېندارې مې سترګې په یوه لویه لیکدړه ولګېدې چې د استیشن نوم پرې لیکل شوی وو “panipat “ ددې نوم له لوستلو سره ماته یو عجیب احساس پیدا شو . دا نوم زما د هېواد له لویو پېښو سره تړاو درلود.پدې سیمه کې د 1526 م کال د اپرېل په 21 د ډهلي په سلطنت کې د بابر په لاس د پښتنو د وروستي سلطان ابراهیم لودي له ماتې او وژل کېدو را نیولې بیا دمغولي هند د امپراطور اکبر او سویلي هند د رهبر ویکرماتا تر منځ جګړه چې په کال 1556 م کې په همدې سیمه کې واقع شوې وه او بالاخره د دریم پاني پت تر مشهورې جګړې چې د مرهته وو د پوځ او احمد شاه ابدالي پوځ تر منځ د 1760 م کال د جنورۍ په 14 پېښه شوې وه او د احمد شاه بابا په بریا پای ته رسېدلې وه
د اتلسمې پېړۍ لومړۍ لسیزه وه او د هندي امپراطورۍ ځواک د فارس د پادشاه نادر افشار له برید او په ډهلي کې له قتل عام او د هغه لخوا د کوه نور د الماسو په ګډون د ګڼو جواهراتو لوټ او تالان او له هندي دولت د کلنۍ مالیې راټولولو د هند دولت خورا زیات ځپلی وو ،د مغولي امپراطورۍ د ضعف یو بل لامل د امپراطور اورنګزیت له مړینې وروسته په 1707 م کې د مغولي دربار کورنۍ جګړې او د امپراطورۍ پر سر خپل منځي اختلافات وو .
د هند پر سویل د افغانستان د پادشاه احمدشاه ابدالي پرلپسې بریدونه هم د مغولي امپراطورۍ د نزول یو لامل شمېرل کېږي.
مګر تر ټولو مهم لامل یې د مرهته پوځ بریدونه دي چې له اوه ویشو کلونو راهیسې تر هغې دمه روان وو.
د مغلي دولت ددې کمزورۍ څخه په ګټې د مرهته پوځونو د هند په شمال برید وکړ، ډهلي یې ونیو ، او د شمال په لوري یې لښکرکشي وکړه د شهزاده تیمورشاه پوځونه یې ورمات کړل تیمورشاه داحمد شاه بابا زوی او د لاهور حکمران وو مرهته وو د سند حوزې ختیځې ټولې سیمې ونیوې.د مرهته ځواکونو پلان دا وو چې د سند له رود څخه تېر شي ، پېښور کندهار او کابل هم ونیسي د مرهته وو له امپراطورۍ سره یې یوځای کړي.د مرهته وو مشر اراده درلوده چې د مغوليانو امپراطوري له منځه یوسي او پرځای یې یوه بشپړه هندي امپراطوري په هندوستان کې رامنځته کړي.
لدې راتلونکې څخه د ډار له وجې د مغولي هند امپراطور شاه عالم ثاني احمد شاه بابا ته لیک واستاوه، تر څو له خپلو پوځونو سره د مرهته وو مقابلې ته ډهلي ته ورشي ، دا مهال د سویلي هند اسلام مذهبه مشرانو لکه مولوي شاه ولی الله او یو شمېر نوابانو لکه نواب نجیب الدوله ، شجاع الدوله او نواب آواد هم احمدشاه بابا ته ډهلي ته د ورتګ بلنه ورکړه، او د هغه د پوځونو د خوراک او لګښتونو ژمنه یې ورسره ورکړه .
احمد شاه بابا له یوې خوا د سند له لارې پېښور ته د مرهته پوځونو د تګ څخه د مخنیوي لپاره او بل لور ته د سویلي هند د سقوط او هلته پر هندي مسلمانانو د هندي امپراطورۍ له تشکیل د مخنیوي لپاره د هندي امپراطور او مذهبي مشرانو بلنه ومنله او له خپلو لښکرو سره د هندوستان په لور وخوځېد احمد شاه بابا د پنجاب ایالت د بیا ځلې تسخیر وروسته ډهلي ته مخه کوي په پاني پت سیمه کې د مرهته وو له یو عظیم لښکر سره مخ کېږي او په هغه خونړۍ جګړه کې چې د 1760 م کال د جنوري په څوارلسمه د احمد شاه بابا او مرهته پوځ تر منځ واقع کېږي د احمدشاه بابا پوځونه د مرهته وو لښکر په کامله توګه تار و مار کوي .او مغولي امپراطوري بیا ځلې شاه عالم ثاني ته سپاري ، پخپله بېرته افغانستان ته راګرځي.
د پاني پت جګړه احمد شاه ابدالي ته یوه تدافعي او حیاتي جګړه وه ځکه دده د هېواد او تازه دمي دولت خپلواکي له خطر سره مخ وه، په همدې توګه د شمالي هند مسلمانانو او مغولي امپراطورۍ پر وړاندې د مرهته وو د خطر دفع کولو لپاره هم یوه حیاتي او تدافعي جګړه بلل کېده .
احمد شاه ابدالي وکولای شو دا دواړه خطرونه د تل لپاره مرفوع کړي.
ددې جګړې له کبله د احمدشاه ابدالي لس زره پوځیان وژل شوي وو او د مرهته وو د شپېته زره پوځیانوله ډلې یوازې اوه لس زره یې ژوندي پاتې شوي وو .
دې ورځې د هند په تاریخ کې د تر ټولو خونړۍ ورځې لقب خپل کړی دئ.

په هند کې د هغه وخت شرایط
مرهته د هند یوه مذهبي ډله وه چې مرکز یې ممبیي ته نېږدې په پونه وو مرهته وو له خپل مرکزه د هند ډېری مرکزي او لویدیځې سیمې اشغال کړې وې مرهته وو د 1703 م کال په جګړه کې هم د مغولي امپراطورۍ پوځونه د ډهلي په جنوب کې آګرې ته نېږدې مات کړي وو .
لومړي باجي راو د مغلي شاه پر وړاندې د کښېنه او په تمه اوسه له سیاست ګټه اخیسته ، کله چې نادر افشار پر هند برید وکړ مغولي امپراطور محمد شاه، له لومړي باجي راو د مرستې غوښتنه وکړه مګر لومړي باجي راو د مرهته هندوانو پر وړاندې د مغولي شاه سره د 1737 کال په جګړه کې د مرستې څخه انکار وکړ .
مګر همدا چې نادرشاه فارس ته وګرځېد لومړي باجي راو د هند په شمال برید وکړ او د شمالي هند ډېری سیمې یې اشغال کړې پدې توګه د مغولي امپراطورۍ نفوذ پر هند زیانمن شوی وو .
په کال ۱۷۵۸م کې د مرهته وو رهبري په پونه کې له پیشوا باجي راو سره وه چې د هغه ځواکونو د هند سویلي سیمې او ډهلي ګواښلو، پیشوا باجې راو او د هغه سلاکارانو د مغولي اسلامي امپراطورۍ د کامل سقوط او په هند کې د مرهته وو د امپراطورۍ د ټینګښت سوچ درلود (کوشیک روی، د هند تاریخي جګړې : له اسکند کبیر تر کارغیل ۸۱) مسلمان نواب میشتي هره شېبه د مرهته وو د برید په خطر کې وو دوئ اړ وو چې مرهته وو ته باج ورکړي.
په کال ۱۷۵۸م کې د مرهته وو ځواکونه د راغونراته راو او بلاجي باجي چې د پیشوا زوی وو تر مشرۍ لاندې د هند په سویل لویدیځ کې ډېر پرمختګ وکړ پنجاب یې نیولی وو باجي راو د احمدشاه ابدالي زوی تیمورشاه د لاهور او کشمیر والي او دشاه جهان خان قومندانان شا تګ ته اړ کړي وو، د مرهته ځواکونو لاهور ، ملتان او د اټک ختیځې سیمې اشغال کړې وې پیشوا اعلان کړی وو چې خپل اته لس کلن زوی به د مغولي امپراطورۍ په تخت کښېنوي د مرهته وو دې پرمختګونو د شمالي هند مسلمانان ډېر اندېښمن کړي وو له همدې امله د مسلمانانو رهبرانو چې له هغې ډلې شجاع الدوله نواب آواد ، نجیب الدوله ، دیني عالمانو او نورو مشرانو له احمد شاه ابدالي د مرهته وو پر وړاندې د مرستې غوښتنه وکړه او د هغه د جګړې لګښتونه یې په غاړه واخیستل (همانجا،ص ۸۲) د مغلانو امپراطور عالم ګیر ثاني هم د مرهته وو له ډاره احمد شاه ابدالي ته مکتوب استولی وو او دهلي ته د هغه له راتګ یې ملاتړ کړی وو (میر محمد صدیق فرهنګ ، افغانستان په تیرو پنځو لسیزو کې پاڼه ۱۶۰)
په همدې وخت کې د مرهته وو قومندانانو لوړ خیالونه په سرونو کې ګرځول هغوی د کندهار او کابل د نیولو په فکر کې وو ، په هغه لیک کې چې د سند په حوزه کې دمرهته پوځونو عمومي قومندان راغونراو د ۱۷۵۸م د مې میاشتې په څلورمه پېشوا ته استولی وو لیکلي وو : مونږ لاهور ، کشمیر ، ملتان او د اټک ختیځې صوبې اکثره سیمې نیولې دي او هغه سیمې چې زمونږ په واک کې ندي ډېر ژر به یې ونیسو د احمد شاه ابدالي زوی تیمورشاه او قومندان جهان خان پېښور ته شاتک کړی د هغوی ځواکونه تارو مار شويدي ، مونږ پرېکړه کړې تر څو خپله ولکه تر کندهاره ورسوو (کوشیک روی ، د هند تاریخي جګړې ۸۰ـ۸۱ پاڼې )
پدې وخت کې احمدشاه ابدالي د مرهته وو پر وړاندې د جګړې لپاره د ځواکونو په راټولولو او تنظیم بوخت وو ، د مرهته وو پیشوا د سند په حوزه کې خپل قومندان راغونراو ته دستور واستاوه تر څو له خپلو ځواکونو سره د نظام د ماتې په موخه د هند جنوبي برخو ته ولاړ شي .د هغې له تګ وروسته یوازې د مرهته وو پنځلس زره ځواک د سند په حوزه کې پاتې وو ، احمد شاه ابدالي له همدې موقع څخه ګټه اخلي او د مرهته وو پر ځواکونو برید کوي هغوی ته ماتې ورکوي له لاسه وتلې سیمې بیا ځلې ترلاسه کوي په کال ۱۷۵۹ کې لاهور ته رسېږي او د مرهته وو پر وړاندې د جهاد اعلان کوي هغه د ډهلي لور ته پرمختګ کوي پدې وخت کې د راغونراو تر مشرۍ لاندې د مرهته وو ځواکونه په جنوب کې د نظام ځواکونه ماتوي ، پیشوا خپل د تره زوی سادشیو راو بهاو د مرهته وو د ځواکونو عمومي قومندان ټاکي تر څو سویل ته ورشي او د افغانانو خطر پر هندوستان د تل لپاره له منځه یوسي ( همانجا پاڼه ۸۲)

د پاني پت دریمه جګړه
بهاورا هېڅ نظامي تجربه نه درلوده ، هغې له یوه عظيم لښکر سره چې شمېر یې پنځوس تر شپېته زرو جنګیالیو ته رسېده له دکن څخه د هند شمال ته حرکت کوي بهاورا ډهلي نیسي د ډهلي له نیولو وروسته بهاورا ډهلي ته د افغان ځواکونو د رسېدو څخه د مخنیوي په موخه د ډهلي په لارو بریدونه کوي مګر د احمد شاه ابدالي د سپاره لښکر په وسیله ماتې خوري او پر بهاو ټولې لارې تړل کېږي د افغانانو لخوا په ډهلي کې له څلورو خواوو تر ولکې لاندې راځي .
بهاورا له ناچارۍ د پاني پت په نوم سیمه کې چې د ډهلي په ۹۷ کیلومترۍ کې موقعیت لري ځانونو ته خندقونه کیندي او هلته ځانونه محصوروي هغه شرایط چې د مرهته پوځیان ورسره لاس و ګریوان شوي وو په یوه لیک کې چې بهاو را پونې ته د ۱۷۶۰م کال د سپتمبر په شپاړسمه لیکلی وو څرګندېږي.
هغه لیکي :
مونږ په کمپونو کې د توکو له شدید کمښت سره مخ شوي یو له بهره هم مرسته نه را رسېږي او ابدالي له مونږ په ښو شرایط کې دئ ( هانجا پاڼه ۸۳)
ابدالي له روهیلند چې د نجیب الدوله تر ولکې لاندې وو خوراکي توکي ترلاسه کول او یاد توکي د یو تن افسر تر نظر لاندې پوځیانو ته ویشل کېدل د مرهته وو پوځیانو قومندان بهاو پوهېده چې د مرستو له رسېدو پرته نشي کولای د افغانانو پوځونه مات کړي ، د ۱۷۶۰م کال د دسمبر په میاشت کې پیشوا په پاني پت کې خپل قومندان ته د مرستندویه ځواکونو لېږلو وعده ورکړه ، بهاو د ۱۷۶۰ په ژمي کې د پیشوا له مرستو ناهیلی شو ځکه دا ځواکونه هېڅکله د هغه مرستې ته نه ور رسېدل ، پدې توګه د ۱۷۶۰م کال د جنورۍ په دیارلسمه شپه مرهته افسرانو له ناچارۍ د بهاو څخه پر ابدالي پوځیانو د برید امر وغوښت
د جنورۍ څوارلسمې په سهار د افغانانو د پوځ مخکینیو لیکو د وسلوالو پوځیانو اعلي قومندان احمدشاه ابدالي ته ددوئ په لور د مرهته وو د لښکر له حرکت خبر ورکړ
د احمدشاه ابدالي پوځ ۴۱۸۰۰۰ سپاره او ۳۲۰۰۰ پلي ځواکونه درلودل چې له دې ډلې ۲۸۰۰۰ یې منظم پوځیان وو چې تنخوا یې اخیسته او پاتې نور یې نامنظم وو.
د افغانانو نظامي ستراتیژي داسې وه چې سپاره لښکرې به لومړی برید کوي او ورپسې به نامنظم ځواکونه جګړه پیلوي ،د بابر په څېر ، ابدالي هم خپلې لښکرې د یوه قوص په څېر جوړې کړې وې دوه لوري ښي او کیڼې خوا یې د ښکرو په څېر کار کاوه ، د قوص په د ننه کې مرکزي ځواکونو شتون درلود ، د روهیله ځواکونه د حافظ رحمت خان ، دوندي خان او بنګش خان تر قوماندې لاندې د افغانانو د لښکرو ښی لوری جوړ کړی وو ، دوئ د روهیله مشران وو چې د احمد شاه بابا د جهاد له اعلان وروسته له افغان ځواکونو سره د مرهته وو پر وړاندې مقابلې ته درېدلي وو ، د جبهې په مرکز کې د وزیر شاولیخان ځواکونو ځای نیولی وو ، په کیڼ لوري کې بیا د نجیب الدوله او شجاع الدوله ځواکونو ځای نیولی وو پدې توګه د هندي مسلمانانو جنګیالي د افغان پوځیانو چې له پښتنو ، بلوڅو او تاجکو تشکیل شوي وو ښي او کیڼ لور ته شتون درلود .
د شتر نعل توپچي ځواکونه تر ټولو په لومړي قطار کې ځای پرځای شوي وو .
د هغې ورځې په سهار احمد شاه ابدالي خپل آس د لومړي صف پر وړاندې ځغلاوه او ټولې برخې یې معاینه کړې وروسته تر دې چې د خپل پوځ له چمتووالي ډاډه شو د برید امر یې ورکړ.
د لښکر په وروستي صف کې احتیاطي قوتونه ځای پر ځای شوي وو چې د احمدشا ابدالي تر مستقیم امر لاندې وو .
د مرهته وو پوځیانو شمېر ۵۵۰۰۰ سپاره او پلي وو چې یوازې ۱۱۰۰۰ یې منظم تنخوا درلودونکي جنګیالي وو پاتې نور یې غیر منظم وو د مرهته پوځیان په یوه لیکه کې درېدلي وو ، د مرهته پوځ اکثرو قومندانانو د پوځ د عمومي قومندان بهاو امر ته اهمیت نه ورکاوه ، جګړه د سهار به نهه بجو دمرهته وو د سپاره لښکر له لوري پداسې حال کې پیل شوه چې د مرهته پوځ پلی لښکر برید ته چمتو نه وو دا برید ډېر ژر له ماتې سره مخ شو ، تاریخ پوهانو ددې ماتې لامل د مرهته وو د آسونو بدني کمزوري او د افغان توپچي لښکرو اوراچونکي ګذارونه لیکلي دي.
د مرهته وو د سپرو ځواکونو د شاتګ سره د مرهته وو د کیڼ لوري پلي ځواکونو په چقمقي ټوپکونو د ورځې په ۱۲ بجو برید پیل کړ مګر ډېر ژر د روهیله وو پوځیانو په ځوابي بریدونو مات شول ، په پایله کې د مرهته ټول لښکر له څلورو خواوو د افغان پوځیانو لخوا کلابند شو.
د مرهته لښکر له سهار برید ته چمتو نه وو د مرهته په لښکرو کې وضعیت د وخامت په لور روان وو بهاوو پداسې حال کې چې پر یوه غټ فیل سپور وو له خپلو تر ټولو غوره پوځیانو توپچي او سپرو سره چې (حضورات ) نومېدل د جګړې ډګر ته را ننوت هغې خپلو توپچي پوځونو ته پر افغان ځواکونو د برید امر ورکړ د هغې جبهې په منځ کې چې ۹ مایله اوږدوالی یې درلود شدیده جګړه ونښته ، په لومړیو کې د مرهته ځواکونه بریالي پر مخ روان وو او د شاه ولی خان لښکرې یې شاتګ ته اړ کړې د خپل قومندان امر ته یې پام نکاوه . که حالت همداسې دوام موندلی وای لېرې نه وه چې د مرهته پوځیانو د افغانانو لښکر مات کړی وای، په همدې هرج مرج کې د مرهته وو پوځ خپل نظم او دسپلین له لاسه ورکړی وو ، د بهاو اړیکه هم له خپلو قومندانانو سره شلېدلې وه ، بې دلیله نده چې ویلي یې دي (د جګړې بریا او برخلیک د جګړې په رهبرۍ او قومندانانو پورې اړه لري ) د پاني پت په جګړه کې هم دا امر د افغانانو د بریا یو اساسي لامل بلل کېږي .احمدشاه ابدالي د جګړې په ډګر کې هېڅکله له خپلو قومندانانو سره اړیکه پرې نکړه احمدشاه ابدالي ته د ټولې جبهې او واحدونو د جګړې له بهیره اطلاع رسېده .
کله چې احمدشاه ابدالي د شاه ولیخان له مرکزي جبهې د ځینو سرتېرو له تېښتې خبر شو امر یې وکړ چې ۲۰۰۰ نسقچي سرتیري د جګړې ډګر ته د ننه شي له هغې ډلې یې ۵۰۰ تنه د روهیله ځواکونو مرستې ته او ۱۵۰۰ نور د شاولیخان ځواکونو مرستې ته واستول ، د نسقچي دنده دا وه چې هر تښتېدلی سرتیری چې هر ځای وویني باید ویې وژني ، دا کړنه ددې سبب شوه چې د روهیله او شاولیخان ځواکونو بیا ځلې نظم او قوت ومومي .
د ورځې یوه بجه وه او لمر په لوېدو وو ، پداسې حال کې چې د مرهته ځواکونو له خپل ټول ځواک څخه په ګټې نسبي بریاوې ترلاسه کړې وې مګر پدې نه وو توانېدلي چې افغان لښکر مات کړي او د نورې مرستې هیله یې هم نه درلوده ، پدې وخت کې احمدشاه ابدالي ۸۰۰۰ نور احتیاطي سرتیري لا جګړې ته ساتلي وو .
احمد شاه امر وکړ تر څو احتیاطي پوځیان د شاولیخان جبهې ته د مرستې لپاره ورشي ، د یادو تازه دمو پوځیانو له رسېدو سره سم شاولیخان د بهاوو په لښکرو برید پیل کړ
په یوه وخت د نجیب الدوله ځواکونو د شمال په لور د مرهته پوځیان تر برید لاندې ونیول لدې دواړو بریدونو سره د مرهته ځواکونو تر نیمایي ډېره برخه له ماتې سره مخ شوه ، ددې ماتې یو لامل د مرهته وو دروند او بې ګټې توپچي وو ، دا دروند توپچي چې د کلاوو او برجونو د ماتولو لپاره مناسب وو ، د پاني پت په څېر جګړه کې کاملا بې ګټې وو کله چې قوتونه شاتګ ته اړ شول د جګړې له ډګره ددې توپچي په ایستلو ونه توانېدل ، حال دا چې افغان ځواکونو ۲۰۰ عرادې شتر نعله توپچي چې د زنبورک توپونو په نوم هم یادېدل په واک کې درلودل دا توپونه د باختري چټکو اوښانو په وسیله وړل کېدل او د مرهته وو لښکرې یې په نښه کولې تر څو د مرهته وو په لښکرو کې خالیګاوې جوړې کړي کله به چې خالیګا جوړېده نو د نظام سپرو ځواکونو به په خالیګا بریدونه کول او پدې توګه به د مرهته وو ځواکونه په کوچنیو برخو ویشل کېدل او وروسته به کلابند او له منځه تلل . د ماسپیښین تر دری نیمو بجو د مرهته د لښکرو کیڼ لوری چې د شاتګ په حال کې وو د روهینه ځواکونو له لوري کاملا نابود شو
د جبهې په مرکز کې د شاولیخان لښکرو د مرهته وو پر مرکزي قوتونو بې درېغه بریدونو ته دوام ورکړ ، په همدې حال کې د نجیب الدوله ځواکونه چې د افغان لښکرو په کيڼ لوري کې جنګېدل د مرهته وو د ښي لوري لښکر له پښو وغورځاوه او له شاولیخان سره یو ځای یې د مرهته وو لښکرې په مرکزي برخه کې تر برید لاندې راوستې د مرهته وو د ځواکونو ماتې قطعي شوې وه کله چې د افغان ځواکونو یو قومندان شاه پسند د مرهته وو په مرکزي ځواکونو د شا لخوا برید وکړ د مرهته ټول پوځ د افغان ځواکونو په لاس له څلورو خواوو کلابند شو، پدې وخت کې احمد شاه ابدالي خپلو ۴۰۰۰ غشي ویشتونکي جبهې ته واستول تر څو له څلورو خواوو د مرهته وو پوځیان تر برید لاندې راولي ، د ماذیګر په څلورو بجو چې لا هم ۲۰۰ سپرو کسانو د بهاوو ملتیا کوله ، یو افغان تورزن د بهاو سر له تنې بېل کړ
د بهاو له وژل کېدو سره د مرهته وو ټول ځواک ختم شو د لمر تر لوېدو افغان ځواکونو پاتې مرهته پوځیان هم له منځه یوړل .مرهته ځواکونو هغه څه چې په اووه کلونو کې لاس ته راوړي وو په اووه ساعتونو کې له لاسه ورکړل
د مرهته پوځ پاتې کسان چمبال ته وتښتېدل ( له کابو شپېته زره مرهته وو یوازې اووه لس ززه یې کورونو ته ستانه شول )(شوون چودري ، سوراجه ،د دسمبر ۶ کال ۲۰۱۴)

د پاني پت د دریمې جګړې عواقب
د پانې پت له درېمې جګړې وروسته هندوانو پیشوا باجي راو له واک لېرې کړ چې وروسته بیا وفات شو .
لدې جګړې وروسته انګرېزانو په آرامه سره بنګال او آرکوت اشغال کړ . د پاني پټ جګړې له درسونو یو یې د سپک توپچي څخه ګټه اخیستنه وه ، په حقیقت کې پاني پت جګړه د اوسني عصر او منځنیو پېړیو تر منځ د پام وړ ټکی شمېرل کېږي.
د پاني پت له جګړې وروسته که څه هم احمد شاه ابدالي د هند رهبرۍ ته رسېدلی وو مګر هغه په هند کې د پاتې کېدو هیله نه درلوده ، احمدشا خپل لس زره جنګیالي په جګړه کې له لاسه ورکړي وو ، په یوه فرمان کې یې هندي مشرانو ته هدایت ورکړ ترڅو له شاه عالم ثاني څخه د مغولي هند د پآدشاه په توګه اطاعت وکړي.
نجیب الدوله یې د شاه عالم ثاني وزیر وټاکه ، هغه د مرهته وو پیشوا ته مکتوب واستاوه له مراهته یې غوښتي وو تر څو له جګړو لاس واخلي او په سوله کې ژوند وکړي .
پدې لیک کې چې د ۱۷۶۰ م کال د فبرورۍ په لسمه یې د مرهته وو پیشوا ته ولېږه پکې ليکلي وو : جګړه هغې نده پیل کړې بلکه جګړې ته اړ ایستل شوی وو تر څو له ځانه ساتنه وکړي(جی اس سردیسای ، مراتی ریاست ، دوهم ټوک ، د پېشوا دفتر لترز)
تر دې وروسته احمدشاه قندهار ته را وګرځېد پنجاب او د اوسني پاکستان نورې سیمې یې د خپل دولت په ولکه کې شاملې کړې.
د پاني پټ جګړې له بریا وروسته افغانستان ته احمد شاه بابا بیا راګرځېدل څو سببونه لري
احمد شاه ابدالي د خپل قلمرو په لویدیزو برخو د فارس پادشاه له برید اندېښنه درلوده ـ لومړی
هغه ویره درلوده چې له پاني پت جګړې وروسته چې د هغه پوځ ته یې لویه ضربه رسولې وه یوځل بیا له فارسیانو سره په جګړه کې ښکیل نشي ، د فارس پادشاه د خراسان ایالت لویدیځې برخې چې د احمدشاه ابدالي قلمرو وو خپل قلمرو باله .
د هند پر شمال د مرهته وو د بیاځلې برید خبرونه هم تر غوږ رسېدل. ـ دوهم
احمدشاه ابدالي په پنجاب کې د سیکانو له مخ په زیاتېدو ځواکمنتیا هم اندېښنه درلوده . ـ دریم
احمد شاه ابدالي غوښتل چې ډهلي د یوه مغولي لخوا اداره شي د همدې لپاره یې عالم ثاني د مغولي امپراطورۍ پر تخت کښېناوه او د عالم ثاني له کورنۍ یې یوه پېغله خپل زوی تیمورشاه ته په نکاح کړه . ـ څلورم

دا وو په نړۍ کې د اتلسمې پېړۍ د یوې لویې جګړې انځور

سرچینې او مآخذونه
میر محمد صدیق فرهنگ، افغانستان په وروستیو پنځو پېړیو کې، لومړی او دوهم ټوک ، نولسم چاپ ، د عرفان انتشارات ، تهران ، کال ۱۳۶۹ ه لمریز
• John C. Griffiths, Afghanistan: A History of Conflict (London: Carlton Books, 2001, ISBN 18422259799),
• Story of Pakistan, Shah Wali Ullah (1703-1762). Retrieved April 19, 2008.
• Mountstuart Elphinstone, An Account of the Kingdom of Cabul and its Dependencies in Persia, Tartary (London: Longman, Hurst, Reese, Orme and Brown, and J. Murray, 1815).
• Kaushik Roy, India’s Historic Battles: From Alexander the Great to Kargil, (Orient Longman, 2004),
• Shovon Chowdhury, SWARJYA, Dec. 6, 2014

ډاکتر نور احمد خالدي

Share this page to Telegram

Comments