د پارلمان د جنجال د حل لپاره کمېسیون وټاکل شو

comments 0

1 Views

هندوکش_ کابل: پارلمان کې د ریاست د څوکۍ پر سر جنجال د یکشنبې په ورځ هم حل نه شو او ځینو وکیلانو لفظي او فزیکې شخړې وکړې.

دا جنجال وروسته له هغې پيدا شو چې د جرګې ریاست ته دوه کاندیدان میررحمان رحماني او کمال ناصر اصولي د رایو په پایلو سره وران شول.

د یکشنبې په ورځ دواړه د ریاست پر ځای ناست و او د هر یو پلویانو خپل ځان لپاره لابي کوله چې بلاخره د ورځې پای کې د یو کمېسیون په جوړیدو راضي شول.

د ولسي جرګې غړي عبیدالله کلیمزي تمه ښودلې چې ۱۵ کسیز کمېسیون به دا ستونزه حل کړي او نور به له جنجالونو وژغورل شي.

له دې سره د جرګې بل وکیل رمضان بشردوست بیا دا وضعیت د خندا وړ او احمقانه بللی چې په یوه کرسې دوه رییسان ناست دي.

کمېسیون به څو ورځې کار وکړي چې د جنجال د حل لپاره مشورې او بحثونه وکړي.

سپوژمی پوپلزی

Share this page to Telegram

Comments