د ټي ټېن سیالیو پایلوبه مراتا عربینز لوبډلې وګټله

comments 0

35 Views

هندوکش ــ متحده عرب امارات: د نجيب الله ځدراڼ او حضرت الله ځاځي كركټ لوبډلې مراتا عربينز په پايلوبه کې د شهزاد محمدي لوبډلې ډيکن ګلاډياټورز ته په اسانۍ ماتې ورکړه او په متحده عربي اماراتو كې يې د ۱۰ اوريز ليګ د درېيم پړاو اتلولي وګټله.
د ټي ټېن يا ۱۰ اوريز ليګ په پايلوبه کې تېره شپه يادې لوبډلې سره مخامخ شوې.
د لوبې پچه مراتا عربينز لوبډلې وګټله او ډيکن ګلاډياټورز لوبډلې ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.
ډيکن ګلاډياټورز لوبډلې په ټاكل شوو ۱۰ اورونو كې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۸۸ منډې هدف وټاكه، خو مراتا عربينز لوبډلې وركړل شوى هدف په اووه اعشاريه دوه اورونو كې د دوو لوبغاړو په له لاسه وركولو د نجيب الله ځدراڼ په شپږيزې سره پوره كړ او د ۱۰ اوريز ليګ د درېيم پړاو اتلولي يې په خپل نوم كړه.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments